سیمه ییز خبرونه

په هلمند كې ۱۶ زره جريبه ځمكه د كوكنارو له بوټو پاكه شوه

Published

on

(Last Updated On: )

په هلمند ولايت كې امنيتي چارواكي وايي، چې:

شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې په دې ولايت كې د كوكنارو د له منځه وړلو كمپاين په رسمي ډول پيل شو، چې تر دې مهاله په بېلابېلو سيمو كې ټوله ۱۶ زره جريبه ځمكه د كوكنارو له بوټو څخه پاكه شوې ده.

د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام زياتوي، چې ياد شوى كمپاين دا مهال هم د هلمند په هغه سيمو كې، چې دولتي ځمكې يې د  زورواكو لخوا غصب شوي، دوام لري او دا لړۍ به دوه اوونى نوره هم وغزيږي.

دوى دا هم وايي، چې د كوكنارو د له منځه وړلو كمپاين له امنيتي ننگونوسره هم مخ و؛ خو بيا هم وسلوالو مخالفين توانيدلي نه دي، چې د دې كمپاين مخه ډب كړي.

نوموړي په ډاگه كړه، چې:

وسلوالو مخالفينو له خلكو څخه په دې نوم پيسې اخيستې، چې گواكې دوى به د كوكنارو ساتنه كوي؛ خو مخالفين خپلې موخې ته نه دي رسيدلي او له سختو غبرگونونو سره مخ شوي دي.

په همدې حال كې په دې ولايت كې د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې رييس سيد احمد ورور وايي، چې تېركال په هلمند كې په ۷۰ زره هكتار ځمكه كوكنار كرل شوي ول؛ خو سږكال دا كچه راټېټه شوې او يوازې په شاوخوا ۵۰ هكتار ځمكه كې كوكنار كرل شوي دي.

Trending

Exit mobile version