تازه خبرونه

په هلمند کې د افغان ځواکونو دوه قومندانان وژل شوي

Published

on

 

د هلمند سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د وسلوالو طالبانو په یو برید دوه افغان قومندانان وژل شوي دي.

د هلمند ولایت د رسنیو دفتر څرګنده کړې، چې دغه پېښه تېره شپه د دې ولایت د ګرشک ولسوالۍ د نهرسراج په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.  

د خبرپاڼې له مخې؛ د طالبانو او افغان ځواکونو په نښته کې د میوند ۲۰۵ قول اردو د څلورمې لوا ارکان حرب محمد ظاهر توربای او د سرحدي ځواکونو د درېیم کندک قومندان محمد جان خپلواک په ګډون د افغان ځواکونو درې کسان وژل شوی دي.  

دغه راز ویل شوي، چې په دې نښته کې څلور وسلوال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

همداراز د تخار ولایت د پولیسو ویاند خلیل اسیر ویلي، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه ۹ بجې د دې ولایت د قره تاش او ایلپتو په اړوند سیمو کې پر سیمه ییزو پولیسو او پاڅونوالو بریدونه تر سره کړي؛ خو د مرستندویو ځواکو په رارسیدو سخته جګړه رامنځته شوه.

خلیل اسیر زیاته کړې، چې په دې نښته کې طالب مشر قاري سعادت نومی له خپلو دوه ملګرو سره وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.  

هغه دا هم  ویلي، چې په دې پېښه کې له پاڅونوالو یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.

وسلوالو طالبانو د دې دواړو پېښو په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version