تازه خبرونه
په هلمند کې د يوې ترافيکي پيښې له امله ۵۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د دوشنبې په سهار شاوخوا نهه بجې د هلمند د واشيرولسوالۍ اړوند د دلخک په سيمه کې یوه ترافیکي پېښه رامنځ ته شوې ده.
د هلمند د ترانسپورت ریيس عبدالغفور توخی وايي، چې په دې پېښه کې د صدابهارشرکت اړوند ۳۰۳ موتر، چې له نيمروز څخه د کندهار پر لور روان و د زيات سرعت له امله چپه شوی؛ ۷ کسان مړه شوي او۴۰ نور د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ټپیان دي.
د هلمند د ترافيکو مدير ميرزاخان روحاني وايي، چې پېښه د چلوونکي د بې احتياطۍ له کبله رامنځته شوې ده.
په لښګرګاه کې د بېړنی روغتون داکتران وايي،له دې ترافيکي پېښې څخه دوی ته ۴۸ زخميان راوړل شوي او ۸ کسان مړه دي، چې ټوله مرګ وژوبله ۵۶ کسانوته رسيږي