تازه خبرونه

په هلمند کې ذولفقارنومي عمليات همغږه روان دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په هلمند ولايت کې امنيتي چارواکي وايي، چې دا مهال د سنگين ډيري سيمې د وسلوالومخالفينوله شتون پاکېشوي او دښمن د تيښتې په حال کې دي.

په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردوقوماندان تورن جنرال دادان لونگوايي، چې د ذولفقار نومو عملياتو ډېره برخه په سنگين اوکجکي ولسواليو کې ترسره کيږي.

دا مهال مو عملیات وسلوالو مخالفينو ته د درندې مرگ و ژوبلې په اړولو بریالي روان دي اوډېرې سيمې د وسلوالو مخالفينو له شتون څخه خلاصې شوې دي.

هغه زیاتوي، په دې عملياتو کې؛ ځکه له چټکۍ کارنه اخلو، چې د سيمو له پاکولو سره سم د خلکو په مرسته ښخ کړای شوي ځمکني ماينونه له منځه وړو او بيا وړاندې تگ کوو.

د نوموړي په وینا؛ وسلوال مخالفين اوس مهال د تيښتې په حال کې دي له همدې کبله د امنيتي ځواکونو مرگ و ژوبله هم کمه ده اوپه پوره همغږۍ ياد شوي عمليات روان دي.

په دې عملياتوکې ځينې سرتيري وايي، چې د مهماتواوتجهيزاتوپه برخه کې له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي اوپه لوړمورال د وسله والومخالفينوپه وړاندې جگړه کوي؛ خو ښخ شوي ماینونه مو د چټک پرمختگ لوی خنډ دی.

د سنگين ولسوال محمد داود نورزی وايي، چې تردې مهاله په دې عملياتوکې ملکي وگړیواوامنيتي ځواکونوته مرگو ژوبله نه ده اوښتې اولامل يې دادی، چې له پلان سره سم له قومي مشرانواومخوروسره په مشوره دا عمليات پرمخ بيول کيږي.

دوی که څه هم وسلوالومخالفينو ته وروستۍ اوښتې مرگ وژوبله په ډاگه نه کړه؛ خو وړاندې يې ويلي وه، چې په دې عملياتو کې په ټوليزه توگه شاوخوا ۱۸۰ وسلوالومخالفينوته مرگ و ژوبله اوښتې ده.

خبریال : نعمت الله زهیر.

 

Trending

Exit mobile version