تازه خبرونه

په هلمند کې له ترافیکي پېښې ۵۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۷, ۱۴۰۲)

نن سهار یکشنبه ( د کب اووه‌ویشتمه ) د هرات ـ کندهار پر لویه لار د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ اړوند په یخچال سیمه کې یو مسافر وړونکی بس موټر له ټيلر موټر سره ټکر شوی دی.

په دې پيښه کې  ۲۱ کسان مړه شوي او ۳۸ نور ټپیان دي.

د هلمند د سیمه‌ييزود چارواکو د څرګندونو له مخې؛ بس موټر له هرات څخه د کابل پر لوري او ټانکر موټر له کندهار څخه هرات ته روان و، چي بس موټر لومړی پر موټر سایکل سپاره کسان ووهل او وروسته بیا له ټانکر موټر سره ټکر شوی دی.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د موټر سایکل دوه کسان، د ټېلر درې کسان او په بس کې سپاره ۱۶ کسان مړه شوي؛ ۳۸ مسافر ټپیان دي، چې د ۱۱ هغو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت پر دې ترافیکي پېښې د خواخوږۍ څرګندولو تر څنګ له ټولو ټرانسپورتي شرکتونو غوښتي؛ د ځاني زیانونو د مخنیوي لپاره دې مسلکي چلوونکي پر کار وګماري او د دې تر څنګ یې  ټولو چلوونکیو ته سپارښتنه کړې، چې د ځان او نورو مسافرو د ساتلو لپاره دې ټول ترافیکي اصول او قوانین مراعات کړي.

Trending

Exit mobile version