تازه خبرونه
په هلمند کې یوې مور ۵ ماشومان وزېږول
روغتیايي چارواکو راپور ورکړی، چې د مور او نويو زېږیدلو ماشومانو روغتیایي حالت کې ښه دي. که څه هم یو یې تر ځانګړې پاملرنې لاندې بستر شوی دی.
د افغانستان په هلمند ولایت کې یوې میرمنې په یوه نادره او د پام وړ پېښه کې پېنځه ګونی ماشومان؛ درې هلکان او دوه نجونې زیږولي دي.
روغتیايي چارواکو راپور ورکړی، چې د مور او نويو زېږیدلو ماشومانو روغتیایي حالت کې ښه دي. که څه هم یو یې تر ځانګړې پاملرنې لاندې بستر شوی دی.
د هلمند عامې روغتیا ریاست ویاند میرولي راحل تائید کړې، چې پېنځه ګونی ماشومان د دوشنبې پر ورځ د لښکرګاه ښار په بست روغتون کې زېږیدلي دي.
د راحل د څرګندونو له مخې؛ څلور نوي زیږیدلي ماشومان ښه روغتیا لري. په داسې حال کې، چې یو اوسمهال تر بېړنۍ طبي پاملرنې لاندې دی.
هغه زیاته کړې؛ روغتیایي ډله د مور او ماشومانو وضعیت له نږدې څاري، چې د دواړو روغتیا نوره هم ډاډمنه شي.
دا بریالی زیږون د سیمې روغتیایي پاملرنې لپاره د پام وړ لاسته راوړنه ده او د روغتون کارکوونکي له زیږون وروسته په دې مهم پړاو کې ترې خپل اړین ملاتړ وړاندې کوي.