روغتيا
په هند کې د ټوخي د ککړ شربت له کبله ۱۴ ماشومان مړه شول
د هند پر درملو د څار ادارې د لومړنیو کتنو له مخې؛ په دې شربت کې خطرناک کیمیاوي توکي لکه ډای ایټیلنګلیکول او ایټیلن ګلیکول موندلي، چې علت یې په تېرو وختونو کې هم بېکیفیته درمل ښودل شوی دی.
د مړینو راپور په درې ایالتونو کې ورکړ شوی؛ مادیا پردېش، راجستان او تامل ناډو، چې د قربانیانو لوړه شمېره یې په مادیا پردیش کې شبت شوې ده.
د هند پر درملو د څار ادارې د لومړنیو کتنو له مخې؛ په دې شربت کې خطرناک کیمیاوي توکي لکه ډای ایټیلنګلیکول او ایټیلن ګلیکول موندلي، چې علت یې په تېرو وختونو کې هم بېکیفیته درمل ښودل شوی دی.
چارواکو ویلي: هغه شرکت، چې دا شربت یې جوړ کړی؛ د راپورونو له مخې کولډریف نومیږي، چې د درغلۍ او د درملو او سینګاري توکو له قانون څخه د سرغړونې تور پرې هم لګول شوی دی.
د هند روغتیا وزارت سمدلاسه د شربت پلور او وېش بند کړی او بېلګې یې د ازموینې لپاره مرکزي لابراتوارونو ته لېږلي او دا هڅې هم روانې دي، چې آیا دا ککړ شوي شربتونه نورو سیمو یا بهرنیو هېوادونو ته هم صادر شوي او که نه.
دې پېښې په هند کې د درملو د تولیدي معیارونو په اړه تازه اندېښنې راپورته کړي.
له تېرو درې کلونو راپدېخوا په هند کې جوړ شوي د ټوخي شربتونه هم په ګمبیا، ازبکستان او کامرون کې د ماشومانو له مړینې سره تړاو لري.
روغتیایي څانګوالو(متخصصینو) د درملو په آزموینه کې د څارنې او رڼښت غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې د کیفیت کمزوری کنټرول په ځانګړي توګه په غریبو سیمو کې ژوند په خطر کې اچوي.
