د هوا حالاتو بدلونونه
په هند کې سېلابونو ۴۴ کسان مړه کړي او له ۱۴۰ ډېر نور ورک دي
هندي چارواکو د شنبې پر ورځ ویلي؛ د ژغورونکیو ډلې د سیکیم د شمال ختیځ ایالت سیلاب ځپلیو سیمو ته په رسیدو کې د بارانونو له کبله، چې په کې له ۱۴۰ ډېر خلک ورک او ۴۴ مړه دي؛ له ستونزو سره مخ شوي دي.
رویترز راپور ورکړی، چې د لوناک جهيل اوبه د چارشنبې پر ورځ له هغې وروسته، چې سخت بارانونه پیل شول له خپلو څنډو څخه پورته شوې او د تیستا په سیند کې د سخت سیلاب لامل شو.
د دغه ایالت یوه چارواکي ويبي پتیک ویلي: مونږ د هوا د وضعیت ښه کیدو ته پر تمه یوو؛ ځکه، چې یوازې هوایي ځواک او د ژغورنې نورې ډلې سیلاب ځپلیو سیمو ته ننوتلی شي.
د یوه حکومتي چارواکي د څرګندونو له مخې؛ د دې ایالت له مرکز ګنګتوک څخه د ژغورنې عملیاتو څارنه کوي او د مړو شمېر ۴۴ کسانو ته لوړ شوی دی.
په سلګونه د لټون او ژغورنې پرسونل په سیکیم او د ګاونډ ایالت لویدیځ بنګال په شمالي برخو کې ځای پر ځای شوي او سیند ته نږدې سیمې اوس هم د خبرداري په حال کې دي. په ورکو شویو کسانو کې ۱۵ پوځيان هم شته.
لږ تر لږه ۱۳ پلونه ویجاړ شوي، چې د ژغورنې عملیات یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.
دا سیلاب په تېرو ۵۰ کلونو کې یوه ډېره بده طبیعي پېښه ده، چې دې ته ورته پېښو د سویلي آسیا د همالیا په غرونو کې پراخه زیانونه اړولي، چې ساینس پوهان یې د اقلیم د بدلون له کبله بولي.
سیکيم يو کوچنی بودايي ايالت دی، چې د نيپال، بوتان او چين ترمنځ پروت دی او شاوخوا ۶۵۰ زره وګړي په کې ژوند کوي.