کوید۱۹

په هند کې له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا پر کرونا اخته ۱۶ زره کسان ثبت شول

Published

on

د هندوستان روغتیا وزارت د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ هند له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا پر کرونا ویروس اخته ۱۶۱۳۵ کسان او څلیریشت د مړینې پېښې، ثبت کړې دي.

سر چینې د دوشنبې پر ورځ په ډاګه کړې، چې د مړینې له ۲۴ پېښو ۱۶ یې په تېرو څلیریشت ګړیو کې راپور شوي او اته نور یې د تېرو ورځو له راپور پاتې دي.

د دوشنبې تر ورځې له پېښو سره په ټول هند کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر۴۳۵۱۸۵۶۴ ته او د مړیو ټول شمېر ۵۲۵۲۲۳ ته لوړ شوی دی.

د یکشنبې پر ورځ د هند ګاونډ پاکستان په تېرو څلیریشت ګړیو کې پر کرونا ویروس د اخته ۶۷۵ نویو پېښو راپور ورکړی دی.

Trending

Exit mobile version