سیمه ییز خبرونه
په هند کې کرالا ساحل ته نږدې د خطرناکه بار لېږدوونکې کښتۍ ډوبه شوه
د کاري ډلې ټول ۲۴ غړي ؛ ۲۱ کسان د هند ساحل ساتونکو او ۳ نور د هند سمندري ځواکونو ژغورلي دي.
د لایبریا بیرغ لرونکې یوه کانټینري کښتۍ MSC ELSA 3 د هند کرالا ساحل ته نږدې اوړمه ورځ د سیلاب له کبله ډوبه شوه.
کښتۍ خطرناکه بار د کلسیم کاربیډ، ډیزل، فورنایس تېل او کوره تېل په ګډون، چې اوس یې د تېلو د خپرېدو له کبله د پام وړ خطر رامنځته کړی دی.
د کاري ډلې ټول ۲۴ غړي ؛ ۲۱ کسان د هند ساحل ساتونکو او ۳ نور د هند سمندري ځواکونو ژغورلي دي.
چارواکي خبرداری ورکوي، چې د تېلو ککړونکي کولی شي له ۳۶ څخه تر ۴۸ ساعتونو پورې د ساحل نږدې سیمو ته ورسیږي.
د هند ساحلي او سمندري ساتونکي په فعاله توګه د ځانګړو کښتیو او الوتکو پر کارولو د تېلو د ککړتیاوو د خپریدو د مخنیوي لپاره کار کوي.
د ساحلي سیمې اوسیدونکو ته سپارښتنه شوې، چې له ساحل څخه تېریدونکو شیانو ځان لرې کړي؛ ځکه، چې دوی ممکن خطرناک مواد ولري.
چارواکي د چاپېریال د اغېزې کمولو لپاره د پاکولو هڅې، څارنه او همغږي روانه ساتلې ده.