روغتيا
په هېواد کې د درملو بیې دوه برابره لوړه شوې – خلک
خلک په هېواد کې د درملو بیو د لوړېدو له کبله اندېښمن شوي او وایي، چې د تېرې یوې میاشتې پر پرتله یې بیه دوه برابره لوړه شوې ده.
د کابل د درمل پلورونکیو ټولنه وایي؛ د ډالر ارزښت د افغانیو په وړاندې اوچت شوی او دا راز سوداګریزې پولې تړلې پاتې دي، چې له همدې کبله د درملو بیه لوړه شوې ده.
ناروغ لرونکیو ویلي ان دولتي روغتونونه روغتیایي امکانات نلري او په بازار کې د درملو بیه د هرې ورځې پر تېرېدو لوړیږي.
حفیظ الله نومی د بلخ اوسېدونکی وایي؛ هغه درمل، چې پخوا ۲۰۰ یا ۳۰۰ افغانۍ ول؛ او س ۶۰۰ یا ۷۰۰ افغانیو ته لوړ شوي دي. له حکومت غواړو، چې له بېوزلو خلکو سره مرسته وکړي او دا ستونزه حل کړي.
محمد یعقوب د کابل اوسېدونکي ویلي؛ درمل ډېر لوړ شوي او پوښتي، چې ولې نه واردیږي؟
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ویلي، چې د دې ستونزې د حل لپاره یو کمیسیون جوړ شوی او ټاکل شوې، چې دا کمېسیون په هېواد کې د درملو د بازار څارنه وکړي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر جاوید حژیر زیاتوي؛ د نوي حکومت د راتلو له مهاله تر اوسه ځینو هېوادونو او روغتیایي سازمانونو طبي تجهیزات او درمل له افغانستان سره مرسته کړې او د یاد وزارت د مسلکي مرستیال پر مشرۍ یو کمېسیون هم جوړ شوی، چې د دوا کیفیت او بیه وڅاري.
د افغانستان د درملو د پلور ټولنې مسوولین د درملو د بیو د لوړېدو دلیل د وارداتو کمی او د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ د ارزښت ټیټوالی ګني.
د درملو ټولنې مرستیال نعمت الله تواب ستانکزی وایي: نه یوازې اسعار لوړ شوي، بلکې عرضه لږ او تقاضا ډېره شوې ده او واردات هم نورمال ندي.
درمل پلورونکي وایي، چې بازارونو کې درمل کم دي او په وینا یې مهم درمل بازارونو کې نشته.
عبدالله معصومي د درملو پلورونکی وایي: له ۳۰ تر ۵۰ سلنې درمل لوړ شوي دي. هغه درمل مو، چې له ګاونډ هېوادونو راواردول اوس ناشوني او لارې تړل شوې دي.
یوبل درمل پلورونکي ویلي؛ که د درملو او ډالرو بیې ونه څارل شي؛ ستونزې به ډېرې او یو ناورین به رامنځته شي.
په هېواد کې ډېری دولتي روغتونونه په ځانګړي توګه په کابل کې د درملو او طبي تجهیزاتو د لږوالي له کبله له فعالیت لوېدلي او کوم روغتونونه، چې فعالیت کوي؛ تجهیزات یې لږ دي.