Connect with us

روغتيا

په هېواد کې د درملیزو او روغتيايي خدمتونو د خونې پر رامنځته کولو ټینګار څرګند شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: زمری ۳, ۱۴۰۱)
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د چارسمبالي نورالدین عزیزي په مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې د درملیزو او طبي خدمتونو د خونې پر جوړولو بحث او خبرې وشوې.

د صنايعو او سوداګرۍ وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې د روغتيايي او درملیزو خدمتونو د سکتور استازیو په دې اړه پراته خنډونه، ننګونې او ستونزې رایادې کړې او د دغې خونې د جوړېدو په اړه يې خپله خوښه په ډاګه کړه.

د صنایعو او سوداګرې وزارت چارسمبالي نورالدين عزيزي هم د يادې خونې له جوړېدو خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

هغه د خلکو او په ځانګړي توګه د ناروغانو ستونزو ته په نغوته کې وویل؛ په دې څانګه کې به د پخوا په پرتله ډېرې آسانتیاوې برابرې او په هېواد کې دننه به د ناروغانو درملنې ته زمینه هم برابره شي.

دغه راز د افغانستان د سوداګرۍ خونې د فدراسیون مرستیال خانجان الکوزي په یوه پیغام کې د روغتیا او درملو د خدمتونو د وړاندې کولو د خونې جوړېدل یو ښه ګام بولي او ترې د پوره ملاتړ ډاډ حرګندوي.

په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د درملیزو او روغتیایي خدمتونو د خونې د استازیو په شتون کې دې د اړوندو څانګو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شي.

روغتيا

قلندرعباد له آذربایجان څخه د کارکوونکیو د وړتیا لوړولو په اړه د مرستې غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳, ۱۴۰۳)

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي د هېواد د روغتیايي سکتور د کارکوونکیو د وړتیا لوړولو په برخه کې له آذربایجان څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

قلندر عباد دغه غوښتنه په کابل کې د آذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره په کتنه کې وکړه.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د روغتیا په برخه کې د همکارۍ، د افغان روغتیايي کارکوونکیو د وړتیا لوړولو او نورو اړوند مسایلو په اړه خبرې وکړې.

دغه راز د آذربایجان سفیر په دې کتنه کې ویلي، چې هېواد یې هڅه کوي له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې خپله مرسته او همکاري روانه وساتي.

د يو بل خبر له مخې؛ د اندراګاندي د ماشومانو په روغتون کې د اکسيجن د توليد د څانګې د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، دغه څانګه به د روغتیا نړیوالې ټولنې پر مالي او تخنیکي همکارۍ جوړه شي او په یوه ورځ کې د ۲۰۰ اکسیجن بالونونو د ډکولو پر وړتیا سربېره به دغه روغتون ته د اکسيجن د رسولو تر څنګ د روغتیا وزارت نورو روغتونونو ته هم اړین اکسیجن چمتو کړي.

Continue Reading

روغتيا

قلندر عباد د روغتیایي سکټور ملاتړکوونکیو بنسټونو ته د افغانانو اړتیاوې وړاندې کړې

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۰, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي قلندر عباد د پنجشنبې پر ورځ ( د کب لسمه ) د قطر په پلازمېنه دوحه کې د روغتیایي سکټور د ملاتړو بنسټونو په غونډه کې ګډون وکړ او د افغانانو پر روغتیایي اړتیاوو یې خبرې وکړې.

په دې غونډه کې قلندرعباد د روغتیايي سیسټم د اصلاح، ګډې څارنې، روغتیايي ځان‌بسیاینې، د کلیو او ولسوالیو پر کچه د روغتیايي خدمتونو معیاري کولو او هر اړخیزو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي په روغتیایي برخه کې له نړیوالو همکارانو وغوښتل، چې د اداري لګښتونو د کمولو او د مرستو په سمو او ډاډمنو رسولو کې ډېرې هڅې وکړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که د ډېرو اداري لګښتونو مخه ونیول شي، د روغتیايي خدمتونو د لګښتونو پر برخه به مثبت اغېز ولري.

همدارنګه عباد ټینګار کړی، چې د هېواد د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدا به د روغتیایي سکټور په ځانګړي توګه د میندو او ماشومانو لپاره ګټوره وي.

د قلندر عباد د څرګندونو له مخې؛ دا د افغانستان د روغتيايي سيسټم د خپلواکۍ، د روغتيايي خدمتونو د پراختيا او معياري کولو لپاره يو ستر او مثبت ګام دى، چې بايد نړيواله ټولنه يې ومني.

Continue Reading

روغتيا

د ګوزڼ واکسيناسيون فرعي کمپاين پيل شو

Published

on

(Last Updated On: کب ۷, ۱۴۰۲)

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د نړیوالو بنسټونو پر همکارۍ نن (دوشنبه د کب اوومه / د فبرورۍ شپږویشتمه ) د ګوزڼ یا پولیو واکسین د پلي کېدا د فرعي کمپاین دوه‌یم پړاو پیل کړ.

د پولیو واکسین دغه څلور ورځنی کمپاین به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پلی شي.

د دغه کمپاین موخه له پېنځه کلنو څخه کم عمره اووه اعشاریه شپږ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ ویروس پر وړاندې واکسین پلی کیږي.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي قلندر عباد ویلي: مونږ د خپلو کاري شریکانو پر همکارۍ په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ له منځه وړلو ته ژمن یوو. مونږ شپه او ورځ کار کوو او په ټول هېواد کې د پولیو د بشپړ له منځه وړلو هدف ته د رسېدو لپاره د پولیو واکسین کمپاینونو او روغتیايي خدمتونو ته دوام ورکوو.

هغه زیاته کړې: د ګوزڼ د له منځه وړلو په چارو کې د ټولو افغانانو په ځانګړي توګه د سپین‌ږیرو، د سیمې د مشرانو او دیني عالمانو ملاتړ مهم دی. دا د دوی لپاره اړینه ده، چې د ګوزڼ پر وړاندې مبارزه کې برخه واخلي او خپل ماشومان روغ وساتي.

ګوزڼ يوه ويروسي ناروغي ده، چې درملنه يې نه‌کېږي او يوازې د واکسيناسيون په واسطه وقایه او مخه یې نيول کېدی شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!