تازه خبرونه

په هېواد کې د سیلابونو او د اوبو سطحې د لوړېدو اټکل شوی

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۳۰, ۱۴۰۱)

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د روان کال د غبرګولي له نهه ویشتمې څخه تر یودېرشمې نېټې د هېواد په یو شمېر سیمو کې د سېلابونو او د اوبو سطحې د لوړېدو له اټکله خبر ورکړی دی.

یاد  وزارت ويلي، د اقلیمي بدلون، د هوا پېژندنې ادارې او معتبرو نړیوالو ادارو د اټکل له مخې د هېواد په پنج آمو، شمال او کابل کې د نسبتاً سختو بارانونو او واورو د اوبو کېدو اټکل شوی دی.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې: له اټکل سره سم به د بارانونو، واورو د ورېدو او د سیندونو د اوبو د سطحې د لوړیدو له کبله به د کوکچې، تخار، بغلان، بامیان، سمنګان، بلخ، سرپل، جوزجان، کونړ او خوست په اړوند سیمو کې سیلابونه رامنځته او د اوبو سطحه لوړه شي.

دغه وزارت د سیمې له خلکو غوښتي، چې د سیلابونو او اوبو د راوتلو په وخت کې د خوړ غاړې ته له ورتګه ډډه وکړي او د اړوند سیمو له پورتنیو اوسیدونکیو هم غوښتل شوي، چې د اوبو د سطحې له لوړېدو د ټیټو سیمو خلک خبر کړي، چې د انساني تلفاتو د مخنیوي لپاره خلک خبر شي.

Trending

Exit mobile version