تازه خبرونه
په هېواد کې د قتل ۱۱۲۱ دوسیې حل او فصل شوي – ستره محکمه
د سترې محکمې ویاند منصور احمد حمزه ویلي، چې دا دوسیې د اړوند محکمو د مسوولانو د هڅو او د علماوو، قومي مشرانو او محلي مخورو پر منځګړیتوب پای ته رسېدلي او د دواړو لوریو ترمنځ اختلافات د همغ/ۍ او روغې جوړې له لارې حل شوي دي.
د افغانستان سترې محکمې ویلي، چې د ۱۴۴۷ سپوږمیر لېږدیز کال له پیله تر درېیمې ربعې پورې د ټول هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۱۱۲۱ د قتل قضیې د سولې، روغې جوړې او د دیت (خونبها) د ورکړې له لارې حل او فصل شوې دي.
د سترې محکمې ویاند منصور احمد حمزه ویلي، چې دا دوسیې د اړوند محکمو د مسوولانو د هڅو او د علماوو، قومي مشرانو او محلي مخورو پر منځګړیتوب پای ته رسېدلي او د دواړو لوریو ترمنځ اختلافات د همغ/ۍ او روغې جوړې له لارې حل شوي دي.
هغه زیاته کړې؛ محاکم هڅه کوي د هېواد پر کچه جزایي شخړې او دعوې تر ډېره د سولې او روغې جوړې له لارې حل کړي، چې د شخړو او ټولنیزو ترینګلتیاوو مخه ونیول شي.
دغه راز وایي، چې په تېرو کلونو کې د درې ګونو محکمو له پرېکړو او د اسلامي امارت د عالي مقام له اجازې وروسته د قتل پر جرم ۱۲ محکومینو ته د قصاص حکم هم عملي شوی دی.
ویل کیږي: په هغو قضیو کې، چې د قتل په اړه شرعي شک موجود وي؛ د قصاص حکم ساقطېږي او موضوع د دیت یا د دواړو لوریو ترمنځ سولې ته راجع کېږي.