بلخ @ps

په هېواد کې سیلابونو ۷۰۰۰ کورنۍ زیانمنې کړي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۸, ۱۳۹۹)

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ویجاړوونکیو سیلابونو د راوتلو له کبله اووه زره کورنۍ زیانمنې شوې دي.

طبیعي پېښو ته د لاسرسي په چارو کې د دولت وزارت څرګنده کړې، چې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د زورورو اورښتونو له کبله ۷۰۰۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.  

د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې؛ په یو شمېر ولایتونو کې دغو سیلابونو د مالي زیان تر څنګ ځاني زیانونه هم اړولي دي.

د یاد وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي زیاته کړې، چې له ۶۰۰۰ بې ځایه شویو کورنیو سره د لومړنیو توکو مرسته تر سره شوې او له هغو کورنیو سره، چې کورونه یې بشپړ ویجاړ شوي؛ د نغدو پیسو مرسته شوې ده.

دغه راز د سمنګان ولایت په دوه ولسوالیو کې د سیلابونو له کبله ۱۰۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي او سلګونه حیوانات له منځه تلي دي.

د سمنګان والي عبداللطیف ابراهیمي ویلي، چې اوس هم د دې ولایت په ځینو سیمو کې د سیلابونو د راوتلو وېره شته دی.

له دې سره همهاله په تېرو درې ورځو کې د هلمند ولایت د ګرشک، ګرمسیر، نادعلي او ناوه ولسوالیو سلګونه کورنۍ د سیلابونو له کبله بې ځایه شوي دي.

دغه راز په غور ولایت کې هم د سیلابونو له کبله سلګونه هکتاره کرنیزه ځمکه دغو وختي سیلابونو ویجاړه کړې ده.

Trending

Exit mobile version