تازه خبرونه
په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۲۲۶ ته رسیدلی
عامې روغتیا وزارت ویلي، چې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا د کرونا ویروس ۶۱۹ شکمنې پېښې کتل شوي، چې ۲۵۹ یې مثبتې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ له تېرې یوې شپې او ورځې راپدیخوا د بلخ ۴۹، د کندهار ۲۹، د کابل ۲۷، د تخار ۲۵، د ننګرهار ۲۳، د هرات ۲۲، د پروان ۱۰ او د کونړ۱۰ مثبتې پېښې په ډاګه شوي، چې له دې سره په ټول هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۵۲۲۶ رسیدلي دي.
یاد وزارت ګواښ کوي، چې د دغه ویروس پر وړاندې به د هېوادوالو بې پروایي ستر انساني ناورین رامنخته کړي.
د عامې روغتیا مرستیال وحیدالله مجروح ویلي، چې سړکونه او واټونه له خلکو ډک دي او روغتیایي سپارښتنو ته هم پاملرنه نه کیږي.
د دوی د راپورونو له مخې؛ په تېرو ۲۴ ګړیو کې له کرونا ویروسه ۵ کسان مړه شوي او ۴۲ نور له روغتونه څخه کورونو ته رخصت شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال شیوای شرق وایي، چې اړتیا ده، چې عامه پوهاوی نور هم ترسره شي.
دغه راز د هېواد بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وایي، چې په بهرنیو هېوادونو کې له دې ویروسه ۳۹ افغانان مړه شوي دی.
د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ تر دې دمه په ټول هېواد کې له کرونا ویروسه ۱۳۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۶۴۸ نور رغیدلي دي.