تازه خبرونه
په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۸۶۷۶ ته پورته شو
په افغانستان کې د ۵۳۱ مثبتو پېښو له ثبتیدو سره پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۸۶۷۶ کسانو ته رسیدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا ۱۰۰۷ شکمنې پېښې کتل شوي، چې ۵۳۱ یې مثبتې دي، چې له دې سره هیواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۸۶۷۶ کسانو ته رسیږي.
له تازه پېښو څخه په کابل کې ۲۷۴ ، هرات کې ۶۹ ، بلخ کې ۵۵ ، ننګرهار ۳۵ ، وردک کې ۲۶ ، سرپل کې ۱۵ ، پروان کې ۱۳ ، پکتیکا کې ۱۲ ، خوست کې ۱۲ ، پکتیا ۷ ، لغمان کې ۵ ، فاریاب ۳ ، جوزجان کې ۲ ، فراه کې ۲ او بادغیس کې ۱یو مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ له تېرو څلیریشت ګړیو را پدیخوا مو پر ویروس اخته ۶ کسان مړه شوي او ۸ نور رغیدلي، چې د ټولو مړو شمېر ۱۹۳ ته او د رغیدلیو ټول شمېر ۹۳۸ ورسیده.
دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتیا وزارت له کرونا ویروس سره د خلکو بې تفاوتۍ اندېښمن کړی او وایي که دا ناپامي همداسې روانه وي؛ هېواد به له یو لوی ناورین سره مخ کړي.
