سیمه ییز خبرونه
په ولسي جرگه کې ائتلافي ډلو شخړه رامنځته كړه
دا شخړه له هغې وروسته رامنځته شوه، چې اصلاح غوښتونکيو د ټاکنو کميسيون له پرېکړې ملاتړ وکړ. دې كسانو پر يو بل د گوزارونو هڅه او تندې خبرې وكړې.
كه څه هم ولسي جرگې تر دې وړاندې د ولسي جرگې د ټاكنو په اړه د ځانگړې محكمې او د ټاكنو د خپلواك كميسيون پرېكړې غير قانوني بللې وې.
د ولسي جرگې غړى شهزاده شاهد وايي:
د ولسي جرگې يو شمېر غړي، چې د اصلاح غوښتونكيو په پارلماني ډله كې راټول شوي؛ د شنبې په ورځ(د وږي په ۵) يې د ولسي جرگې د ټاكنو په اړه د ټاكنو خپلواك كميسيون له پرېكړې ملاتړ وكړ.
د اصلاح غوښتونكيو تر ملاتړ وروسته له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف د تند غبرگون لامل شو.
د دغه ائتلاف غړې سيمين باركزۍ، چې د ټاكنو د خپلواك كميسيون د پرېكړې له مخې په ولسي جرگه كې د هرات څوكۍ بايد يوې بلې ميرمنې ته پريږدي؛ د اصلاح غوښتونكيو پارلماني ډلې د مشر پر سر ټكرى خور كړ اوخبرې تر شخړې ورسيده.
د ولسي جرگې د اصلاح غوښتونكيو پارلماني ډلې په استازيتوب شهزاده شاهد وايي، چې:
ملي گټو ته په پام د ټاكنو د خپلواك كميسيون له وروستۍ پريكړې ملاتړ كوي او بله د حل لاره نشته .
له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف بيا پخپل پخواني دريځ ټينگ ولاړ دى او په دې اړه د ټاكنو خپلواك كميسيون پرېكړه د قانون خلاف گڼي.
ظاهر قدير گواښ كوي، چې كه:
حكومت د دوى په وړاندې پخپل دريځ ودريږي؛ نو دوى به له امريكا سره د افغانستان د ستراتيژيك تړون د لاسليك مخالفت وكړي.
له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف يو ځل بيا نړيواله ټولنه او په افغا نستان كي يو شمېر سفارتونه د ولسي جرگې په ټاكنو كې په لاسوهنو تون كړل، خو په ځانگړي توگه يې د كوم هېواد او يا شخص نوم وانه خيست.