1393ټاكنې

په ټاكنو كې د خلكو پراخ ګډون ملګري ملتونه هيله من كړي دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى د ټاكنو د خپلواك كميسيون او د ټاكنيزو شكايتونو له خپلواك كميسيون څخه غواړي، چې په بشپړې روڼتيا سره عمل وكړي. ملګري ملتونه همدا راز رايي پاڼې د افغان مېرمنو لپاره تر ټولو غوره وسيله بولي، چې په وېنا يي په دې سره د دوی اندېښنې ختمېداى شي.

په ټاكنو كې د افغانانو پراخ ګډون نړيوال خوښ كړل. په همدې حال كې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى له ټاكنيزو بنسټونو غواړي، چې خپلو چارو كې روڼ عمل وكړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى يان كوبېش وایي:

مونږ په تېرو كې هم غوښتي او اوس هم د ټاكنو له خپلواك كميسيون او د ټاكنيزو شكايتونو له خپلواك كميسيون څخه غواړو، چې په بشپړې روڼتيا كې عمل وكړي، د دې دوو كميسيونونو رئيسانو مونږ ته ويلي، چې په روڼ تيا كې به كارونه كوي.

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيران هم د افغانستان ټاكنې او په دې ټاكنو كې د خلكو پراخ ګډون ستايي.

همدارنګه د هالنډ د بهرنيو چارو وزير فرانس تيمرمانس وایي:

زه فكر كوم، چې لا هم په افغانستان كې د تاوتريخوالي له امله جدي ستونزه شتون لري، بل خوا دا زياته په زړه پورې ده، چې ليدل كېږي زياتره ځوانان وايي، چې تاوتريخوالي ته ارزښت نه وركوي او ټاكنو كې به رايې وركړي.

د ډنمارك د بهرنيو چارو وزير مارتين ليدر ګارد هم د افغانستان د ولسمشرۍ ټاكنو له تر سره كېدو هركلى كوي.

او زیاتوي، چې زه هيله من يم، چې زياتره افغانان به رايې وركړي، پوهېږم، چې دلته حالت عادي نه دى، او امنيت ساتنه ډېره ستونزمنه ده، خو افغان دولت  دا ځل خپله څارنه كوي.

بلخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال نيكولاس هايسم وايي، افغانستان كله هم داسې ښې ټاكنې نه وې تر سره كړې.

مونږ فكر كوو، چې رايي وركول غوره وسله ده، چې ښځې يي بايد د خپلو اندېښنو د لرې كولو لپاره استعمال كړي. بلخوا په كابل كې د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى وايي، د افغانستان برخليك دې ټاكنو پورې اړوند ده او د يوه پايدار دولت لپاره دا ټاكنې مهمې دي.

Trending

Exit mobile version