سیمه ییز خبرونه
په ټاكنو كې د ښځو د ګډون په لاره د پرتو ستونزو په باب اندېښنې مخ پر زياتېدو دي
د افغانو مېرمنو د همغږۍ ملي ټولنه وايي، چې په را روانو ولسمشريزو او د ولايتي شوراګانو په ټاكنو كې د مېرمنو د ګډون په لاره كې لاهم ستونزې پر خپل ځاى پاتې دي.
د دغې ټولنې د مسئولينو په وېنا په ځينو سيمو كې ښځې د نا امينو له كبله په ټاكنو كې د ګډون لپاره زړه نه ښه كوي او په هغو سيمو كې، چې امنيتي ستونزې نشته بيا نارينه د ښځو كارتونه د خپلې خوښې كانديد په ګټه كاروي.
د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټاكنو له رانژدې كېدو سره سم په ټاكنو كې د ښځو د ګډون په لاره كې د پرتو ستونزو په باب د بشري حقونو، د مدني او سياسي بنسټونو اندېښنې مخ پر زياتېدو دي.
د افغانو مېرمنو د همغږۍ د ملي ټولنې رئیسه شکریه جلالزی د امنيتي ستونزو سر بېره، سيمه ايز رواجونه او د ټاكنو په اړوند د مېرمنو د معلوماتو كمى هغه مسايل بولي، چې په وېنا يې ښايي په را روانو ټاكنو كې د مېرمنو ونډه او ګډون پيكه كړي.
په همدې وخت كې د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون د شكايتونو د علني اورېدو په دويمه ورځ د كابل، لوګر، او وردګو د هغو كانديدانو شكايتونه واورېدل، چې د ولايتي شوراګانو د كانديدانو لومړني ليست ته يې لاره نه وه پېدا كړې.