1393ټاكنې
په ټاكنو كې مو بې پريتوب ثابت او د درغليو مخه به ونيسو
د را روانو ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو د ټاكنو لپاره د امنيتي تياريو د وروستي رپوټ د خپرولو پر مهال د كورنيو چارو وزير محمد عمر داود زي وويل، چې:
د امنيتي ارگانونو قوي اراده او د ټاكنو د كميسيونونو اجراٌت ښيي، چې ټاكنې به په ډاډمنه فضا كې تر سره او د درغليو مخه ونيول شي.
هغه زياتوي، چې افغانستان په جگړه كې ښكېل او تر يرغل لاندې هېواد دى؛ خو د افغانانو قوي اراده به د دښمنانو پلانونه شنډ كړي.
نوموړي په ډاگه كړه:
د شنبې په ورځ به افغانان نړيوالو ته وښيي، چې په افغانستان كې يې پانگونې بيځايه نه دي او افغانان د ديموكراتيك اصل له په پام كې نيولو سره په ټاكنو كې گډون كوي.
د ملي امنيت سرپرست رحمت الله نبيل وايي، چې مخالفين په خلكو كې د ناامنو اندېښنې خوروي؛ خو په امن كې د نږدې څلور سوه لويو كمپاينيزو غونډو تر سره كيدل دا ښيي، چې خلك په ټاكنو كې د گډون لپاره كلكه اراده لري او د مخالفينو د وېرې اچولو هڅې به يې له ټاكنو را ونه گرزوي.
هغه زياته كړه، چې په ټاكنو كې د ملي امنيت د كارمندانو د لاسوهنې د مخنيوي لپاره ځانگړې هسته جوړه شوې ده.
په دغه كنفرانس كې امنيتي چارواكو په ډاگه كړې، چې د ټاكنو د امنيت لپاره جوړ شوى پلان بشپړ ملي دى او د همدې پلان پر بنسټ توانيدلي يو، چې د ټاكنو په درشل كې د وسلوالو مخالفينو پېنځنوي په سلو كې بريدونه شنډ شي.