تازه خبرونه
په ټاکنو کې له بري وروسته به افغان ښځینه پناه غوښتونکې وشړم – بریټانوي سیاستوال
له سکای نیوز سره په یوه مرکه کې نایجل فراژ ټینګار کړی، چې په انګلستان کې ناقانونه ژوند کوونکو نرینهوو شړل د هغه لومړیتوب دی؛ ځکه، چې دوی ترټولو خطرناک ګڼل کیږي.
د بریټانيا اصلاحاتو ګوند مشر ویلي، چې که ټاکنې وګټي؛ نو نه یوازې به افغان نرینه، بلکې ښځینه پناه غوښتونکي هم وشړي.
له سکای نیوز سره په یوه مرکه کې نایجل فراژ ټینګار کړی، چې په انګلستان کې ناقانونه ژوند کوونکو نرینهوو شړل د هغه لومړیتوب دی؛ ځکه، چې دوی ترټولو خطرناک ګڼل کیږي.
کله، چې د ښځو په اړه وپوښتل شو؛ هغه وویل: “هو! هغه ښځې، چې د کښتۍ له لارې دې هېواد ته راننوځي سمدستي به وشړل شي. مونږ په دې هېواد کې له ستر بحران سره مخ یوو. زه د هغو پر پرتله، چې دې هېواد ته پر ناقانونه لارو راځي؛ د بریټانويانو د حقونو په اړه ډېر اندېښمن یم.”
فراژ له دې مخکې ویلي وه، چې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې ښځینه پناه غوښتونکي افغانستان ته نهستنوي.
د هغه وروستیو څرګندونو د کډوالو د ملاتړ بنسټونو د غبرګونونو څپه راپورته کړې ده.
د کډوالو د حقونو هڅاندو(فعالانو) ویلي، په هېوادونو کې سیاستوال د کډوالو مسله د سیاسي وسیلې په توګه کاروي.