تازه خبرونه
په ټوله نړۍ کې سږ کال له ۷۰ ډېر خبریالان وژل شوي
د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش یوه تویت کړی، چې سږ کال له ۷۰ ډېر خبریالان په ټولنه کې د خپل مهم رول له بله وژل شوي دي.
د نومبر دوه یمه د خبریالانوپر وړاندې د تر سوه شویو جرمونو د معافیت د ختمولو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
ګوترش زیاته کړې؛ د دغو جرمونو ډېرې دوسیې له څېړلو پاتې دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي دا هم ویلي، چې د معافیت اوسنی دود باید پای ته ورسېږي، چې خبریالان وکولی شي خپل لومړیتوبونه پلي او ترسره کړي.
دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما ویلي، چې په افغانستان کې رسنۍ له خطر سره مخ دي.
یوناما نن چهارشنبه د لړم ۱۱ تویت کړی: راځئ، چې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته ورسولو د نړیوالې ورځې په پلمه د رسنیو کارکوونکیو ته درناوی وکړو او د ټولو له حق، عدالت او بشري حقونو څخه دفاع وکړو.
په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما څرګنده کړې: د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راپدیخوا یوناما په افغانستان کې له ۲۰۰ څخه د زیاتو خبریالانو سره د تاوتریخوالي او د هغوی د بشري حقونو څخه د سرغړونې پېښې ثبت کړي دي. په دې کې خپلسري نیول، ناوړه چلند او ګواښونه شامل دي سربېرزه پر دې په افغانستان کې رسنۍ له خطر سره مخ دي.
اسلامي امارت په وار وار د دا ډول څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې اسلامي امارت د رسنیو ملاتړی دی او په کابل کې د اسلامي امارت له واکمنېدو را وروسته په افغانستان کې هیڅ خبریال ندی وژل شوی.
د افغانستان د آزادو خبریالانو د ټولنې مشر حجت الله مجددي ويلي، چې په تېرو شل کلونو کې ۱۲۰ خبریالان وژل شوي او له اسلامي امارت هیله ده، چې د دغو وژنو عاملین د عدالت منګولو ته وسپاري او د رسنیو لپاره د کار خوندي چاپېریال رامنځته کړي.
د یادونې ده، چې تېره ورځ د کابل نیوز تلویزیون له یوې لسیزې وروسته د قتصادي ستونزو له کبله خپلې خپرونې بندې کړې دي.