روغتيا
په ټول افغانستان کې د ګوزڼ واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو
دغه کمپاین به څلور ورځې روان وي او ټاکل شوې، چې په کې له پېنځه کلونو کم عمره شاوخوا ۱۲ میلیون او ۷۷۰ زره ماشومان د ګوزڼ پر وړاندې واکسین شي.
نن دوشنبه( د وږي دېرشمه) په ټول افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو واکسین ملي کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین به څلور ورځې روان وي او ټاکل شوې، چې په کې له پېنځه کلونو کم عمره شاوخوا ۱۲ میلیون او ۷۷۰ زره ماشومان د ګوزڼ پر وړاندې واکسین شي.
مسوولانو ويلي، د دغه کمپاین موخه د ګوزڼ پر وړاندې د ماشومانو د خوندیتوب پیاوړتیا او د دغې ناروغۍ د ویروس د خپرېدا مخنیوی دی.
د هېواد په سویل زون کې به د واکسین د بهیر د ښه تطبیق لپاره دغه کمپاین یوه ورځ ناوخته، یعنې د سېشنبې پر ورځ پیل شي.
د ورکړ شویو معلوماتو له مخې؛ سږ کال تر اوسه د پولیو یو ملي او دوه فرعي کمپاینونه ترسره شوي او اوسنی کمپاین د روان کال څلورم کمپاین دی، چې ترڅنګ یې په ځینو سیمو کې محدود کمپاینونه او د عامه پوهاوي پروګرامونه هم ترسره شوي دي.
مسوولانو ويلي، د ګوزڼ ویروس اړوند په ځینو چاپېریالي نمونو کې د ویروس شتون مثبت ثابت شوی؛ خو تر اوسه د عامې روغتیا وزارت لهخوا په انسانانو کې د ګوزڼ هېڅ پېښه نهده تائید شوې.
د مسوولانو د څرګندونو له مخې، د مشکوکو پېښو څېړنه روانه ده او د څېړنو له بشپړېدا او د اړینو شواهدو له ترلاسه کېدا وروسته به د انساني پېښو د وضعیت په اړه معلومات خلکو ته وړاندې شي.