روغتيا
په ټول افغانستان کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو
نن دوشنبه د وږي ۲۸ د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسینو څلور ورځنی کمپاین پیل شو.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ويلي، چې دغه کمپاین به څلور ورځې روان وي او له ۵ کلونو ټیټ عمره ۹ اعشاریه ۹ میلیون ماشومان به مو واکسین شي.
تېره اوونۍ د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وه، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راپدیخوا افغان ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین څه باندې ۸۶ اعشاریه ۷ میلیون خوراکه ورکړ شوي دي.
دغې ټولنې د چارشنبې پر ورځ (د وږي ۲۳ ) په یوه تویت کې څرګنده کړې، چې د واکسیناسیون په اته کمپاینونو کې له نهه میلیون ډېر افغان ماشومان واکسین شول.
دې ټولنې زیاته کړې: په افغانستان کې د ګوزڼ د له منځه وړل به مونږ له دې ناروغۍ څخه پاکې نړۍ ته نږدې کړي. مونږ به تر هغه وخته تم نشو، چې دې موخې ته رسېدلي نه وو.
د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي، چې د روان کال له پیل راپدیخوا په دغه هېواد کې د ګوزڼ یوازې یوه پېښه ثبت شوې ده.
