تازه خبرونه
په ټول افغانستان کې د یووالي او ورورۍ روحیه حاکمه ده
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي پرون یکشنبې د لړم اوومه په استانبول کې له میشتو افغان استازیو سره ولیدل او هغو ته یې د امنیت، یوالي او د ورورۍ د روحیې له شتوالي ډاډ ورکړ.
نوموړي د ناستې ګډونوالو ته په وینا کې د اسلامي امارت د پرمختګونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.
امیر خان متقي زیاته کړې، چې د اسلامی امارت له راتګ سره په ټول هېواد کې د امنیت ترڅنګ د ورورۍ او یو والي روحیه حاکمه ده او خلک کولی شي په ټول هېواد کې له ډار پرته تګ راتګ او تجارت وکړي.
متقي د سیاسي موضوعاتو تر څنګ د هغو بنسټیزو پروژو په اړه هم معلومات ورکړل، چي د اسلامي امارت له راتګ سره په هیواد کې پیل شوې دي. لکه: د قوشېتپې کانال، د سالنګ تونل، کابل کندهار سرک، د اوبو بندونه او نور.
امیر خان متقي د فساد د لهمنځه وړلو او په هېواد کې د کورنۍ او بهرنۍ سوداګرۍ او پانګوني په اړه د اسلامي امارت کړنو او هلوځلو ته هم نغوته وکړه او دوی یې وهڅول، چي په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.
دغه راز په دې غونډه کې څو عالمانو، قومي مشرانو او د کډوالو او محصلینو استازیو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ته وړاندې کړل.
متقي د ستونزو د حلولو ډاډ ورکړ او په استانبول کې د افغانستان سترې قونسلګړۍ چارواکو ته سپارښتنه وشوه، چې په استانبول کې میشتو افغانانو د ستونزو د حلولو لپاره پوره هلې ځلې وکړي.