تازه خبرونه

په ټول هېواد کې به ۴۵۰ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شي – اترا

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۵, ۱۴۰۲)

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره ( اترا ) ويلي؛ په ټول هېواد کې به ۴۵۰ نوي مخابراتي سایتونه جوړ شي؛ د ۹۰ سایتونو د جوړولو چارې داوطلبۍ ته وړاندې شوي او ۳۳ سایتونه ګټونکیو شرکتونو ته ورکړ شوي دي.
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره یا اترا په پام کې لري، چې مخابراتي سایتونه پراخ کړي دي.
د اترا ادارې د پلان او پراختیا رییس محمد داوود قلندري څرګنده کړې؛ په ټول هېواد کې به ۴۵۰ نوي سایتونه جوړ کړي، چې ۹۰ سایتونه یې داوطلبۍ ته وړاندې شوي او د ۳۳ سایتونو ګټونکي شرکتونه مشخص شوي دي.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت چارسمبالي نجیب الله حقاني ويلي، د معیاري مخابراتي او انترنیتي خدمتونو په وړاندې کولو کې ستونزې شته او د مخابراتي خدمتونو وړاندې کول باید له نړیوالو معیارونو سره برابر وي.
په ورته وخت کې افغان بیسیم مخابراتي شرکت، چې د دې داوطلبۍ ګټونکی بلل شوی، مسوولینو یې ويلي؛ په هغو سیمو کې، چې تر اوسه مخابراتي خدمات نه‌شته؛ مخابراتي او انترنیتي خدمات وړاندې شي.
د افغان بېسیم مخابراتي شرکت رییس علي الله سروريویلي؛ افغان بیسیم شرکت په اووه ولایتونو کې ۱۹ نوي جوړ شوي سایتونه او MTN شرکت په درې ولایتونو کې نوي سایتونه جوړوي.
د MTN مخابراتي شبکې استازی عبدالملک غازي زاده ویلي؛ په هغو سیمو کې، چې تر دې دمه مخابراتي خدمات نه‌شته، د مخابراتي او انترنیتي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دي او هڅه کوي، چې دا خدمات پر هر اړخیزه بڼه وړاندې کړي.
ډېري دا سایتونه به په نورستان، میدان وردګ، پکتیا ولایتونو او د کابل-جلال‌اباد لوې لارې په اوږدو کې جوړیږي.
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یوازنۍ شبکه ده، چې تر ټولو زیات پوښښ لري او په‌ دې وروستیو کې یې د بدخشان په واخان کې د مخابراتي خدمتونو وړاندې کول هم پیل کړي دي.

Trending

Exit mobile version