سیمه ییز خبرونه

په پاكستان كې ترهگري سياسي او ديني ملاتړ لري- قانوني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان ملي ائتلاف د پاكستان د عالمانو شورا د مشر ورستۍ څرگندونې د افغانستان په وړاندې يو جنايت بولي.

د افغانستان د ملي ائتلاف د مشرتابه غړى محمد يونس قانوني وايي:

د پاكستان د عالمانو د شورا مولوي طاهر اشرفي  څرگندونې ښيي، چې په پاكستان كې ترهگري له سياسي او ديني ملاتړ څخه برخمنه ده.

دوى همدار راز د افغانستان د سولې د بهير په باب د پاكستان ژمنو ته هم د شك په سترگه گوري.

د افغانستان د سولې عالي شورا د بهرنيو اړيكو مسوول محمد اسماعيل قاسميار كه څه هم د طاهر اشرفي څرگندونې د نوموړي شخي نظر بولي؛ خو ټينگار كوي، چې دا ډول څرگندونې د افغانستان د سولې بهير ته زيان رسولى شي.

محمد يونس قانوني د راتلونكيو ولسمشريزو ټاكنو نېټي له اعلان څخه هر كلې كوي او وايي ، چې په هيڅ ډول بايد په دغو ټاكنو كې ځنډ را منځته نه شي.

دا په داسې حال كې ده، چې له دې يوه ورځ وړاندې افغان ولسمشر ټينگار وكړ، چې په هېواد كې به د شفافو ټاكنو د تر سره كيدو له پاره پوره هلې ځلې وكړي.

Trending

Exit mobile version