تازه خبرونه

په پاکستان او نورو هېوادونو کې دې افغانان له چمتووالي پرته ایستلو ته نه اړ کیږي – اسلامي امارت

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۰, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې، چې له پاکستان څخه د ناقانونه کډوالو د ایستلو ضرب الاجل پای ته رسیږي د سې شنبې پر ورځ په یوه اعلامیه کې غوښتي، چې له چمتووالي پرته دې افغانان په زور نه شړي، بلکې وخت دې ورکړ شي او له زغمه دې کار واخلي.

اسلامي امارت له ټولو هغو هېوادونو د مننې تر څنګ، چې په تېرو څه باندې څلوېښت کلونو کې يې افغانانو ته په خپلو هېوادونو کې ځای ورکړی؛ وغوښتل: افغانان دې نه اړ کوي، چې له چمتووالي پرته پر زور وایستل شي. دوی ته دې وخت ورکړ شي او په دې اړه دې له زغمه کار واخلي.

دغه راز په اعلامیه کې راغلي: په کومو هېوادونو کې، چې افغانان میشت دي؛ د هغو هېوادونو امنیت ته يې ستونزه نه‌ده رامنځته کړې او نه هم په بې ثباتیو کې لاس لري. له ګاونډ هېوادونو څخه غواړو، چې د اسلامي اخوت اصل ته پر پاملرنه له افغان مهاجرینو سره ښه چلند وکړي.

په دې اعلامیه کې دا هم څرګنده شوې: له کومو هېوادونو څخه، چې افغانان د اجباري اخراج په نتیجه کې بېرته خپل هېواد ته راستنیږي؛ د هغوی مالونه، پيسې او نور ملکیتونه يې شخصي مال او د دوی حق دی، هیڅوک دا حق نه‌لري، چې ورڅخه يې وګرزوي او یا په دې اړوند ناعادلانه او ناانصافه شرایط پرې وضع کړي.

د اعلامیې له مخې؛ هغه افغانان، چې د نورو حکومتونو د وروستیو مشکلاتو او د ځينو هېوادونو د دريځونو له کبله خپل هېواد ته پر ستنېدو اړ کیږي، باید ټول افغانان په ځانګړي توګه پانګوال او سوداګر وروڼه د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدو له عالي کمیسیون سره پر همغږۍ د هغوی په رالېږدولو، ځای پر ځای کولو، سرپنا، درملنې او نورو اړوند برخو کې مرسته وکړي او هیر یې نه‌کړي.

دغه راز په ډاګه شوې، چې د اسلامي امارت له بشپړ حاکمیت وروسته په هېواد کې اسلامي نظام، سرتاسري امنیت، واحده رهبري او د افغانانو ترمنځ د ورورۍ فضا رامنځته شوې؛ د ټولو راستنیدونکیو مهاجرینو په اړه د اسلامي امارت مسوولینو ته سپارښتنه شوې، چې په ډېر اخلاص او پوره پاملرنه د خپلو مهاجرینو په خدمت کې هلې ځلې وکړي، چې د خپلو ځانګړیو امکاناتو په چوکات کې د را ستنیدونکیو مهاجرینو ښه خدمت وشي.

همدارنګه ټینګار شوی، چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت او نور اړوند وزارتونه او ادارې دې راستنېدونکیو سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

اسلامي امارت هغو هېوادوالو ته، چې د سیاسي اندېښنو له کبله له هېواده وتلي د بېرته راستنېدو ډاډ ورکوي او څرګندوي، چې په خپل هېواد کې ډې د هوسا ژوندانه شرایط برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د افغان مهاجرینو د ستونزو د حل لپاره یوه دولس کسیز کمیسیون جوړ کړی او په سرحدي سیمو کې یې خپلې چارې هم پیل کړې دي.

Trending

Exit mobile version