تازه خبرونه
په پاکستان کې جهاد فرض عین دی- د دیني علماوو شورا
په کابل کې د افغانستان د دیني عالمانو سراسري شورا غړی عبدالبصیرحقانی د پاکستان په خلاف جهاد اعلان کړ او زیاته يې کړه، چې د دغه هېواد په خلاف جهاد فرض عین دی.
د نوموړي په وینا؛ که هر څوک جهاد کوي، مونږ یې ملاتړي یو.
هغه وایي، پاکستان د افغان خاورې پر بشپړتیا تېری کوي او مونږ یې په وړاندې ولاړ یو.
ده وویل، چې پاکستان هره ورځ په افغانستان کې بېگناه وکړي وژني.
عزیز مفلح د علماوو شورا غړيگواښ وکړ، چې که په افغانستان کې د پاکستان دغه ډول چاودنې او بریدونه دوام ومومي، د ملي اردو لیکو ته به ولاړ شو او له ترهگرو سره به جگړه پیل کړو.
د نوموړي په وینا؛ نور افغانستان غلی پاتې کیدی نه شي، د دې هېواد خلک به غلي نه شي. د حکومت له دواړو مشرانو غواړو، چې د الله له پاره له خپلو اختلافاتو تېر شي.
د شاه شهید سیمې زیانمنو خلکو، چې له سترگو یې اوښکې بییدې وویل:
افغانستان باید خپل دوست و دښمن وپېژني. که څه هم د کورنۍ غړي مو له لاسه ورکړي؛ خو حاضر یو ، چې قرباني ورکړو او دښمن ته تسلیم نشو.
د شاه شهید پېښه په وروستیو کلونو کې د دښمن یوه ستره فاجعه ده، چې په کې لسگونه خلک ووژل شول او سلگونه نور ټپیان دي.
خبریاله : فرحناز فروتن.