سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې د ایران د جګړې په اړه سیمه ییزه غونډه د هرمز تنګي پر بیا پرانستلو راڅرخیږي

د اسلام‌آباد په ترسره شویو خبرو اترو کې د هرمز تنګي د بیا پرانستلو او د انرژۍ د حیاتي لارې په اوږدو کې د بار وړلو د بیا پیلولو پر وړاندیزونو بحث وشو.

Published

on

پاکستان د ترکیې، مصر او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ ناستېې کوربتوب ترسره کړ، چې خبرې په کې د ایران د جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو راوڅرخېدې.

د اسلام‌آباد په ترسره شویو خبرو اترو کې د هرمز تنګي د بیا پرانستلو او د انرژۍ د حیاتي لارې په اوږدو کې د بار وړلو د بیا پیلولو پر وړاندیزونو بحث وشو.

د غونډې له لومړۍ ورځې وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې د سیمې د هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو «په سیمه کې د جګړې د ژر او دوامداره پای ته رسولو لپاره د ممکنه لارو په اړه بحث وکړ.»

هغه دا هم ویلي، چې ګډونوالو ته په اسلام آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د امکان په اړه هم خبر ورکړ شوی دی.

دا غونډه په داسې وخت کې ترسره شوې، چې ایران د امریکا د هر ډول ځمکني برید خبرداری ورکړی او همدارنګه د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ د روانې نښتې پر مهال په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې دي.

د راپورونو له مخې؛ په خلیج کې د بار وړلو د مدیریت لپاره ځینې وړاندیزونه هم شوي دي.

د هرمز تنګی پخوا د نړۍ د تېلو او مایع طبیعي ګازو د نږدې پېنځمې برخې لپاره د ټرانزیټ لارې په توګه کار کاوه؛ خو پر ایران د امریکا او اسرائیلو له هوایي بریدونو وروسته له دې لارې تګ راتګ محدود شوی دی.

اسحاقدار ویلي، چې ګډون کوونکو هېوادونو په ډیپلوماټیکو هڅو کې د پاکستان له رول ملاتړ کړی او چین هم د دې نوښت لپاره خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند په اسلام‌آباد کې د سیمه‌ییزو هېوادونو (پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې او مصر) د وروستیو ډیپلوماټیکو هڅو په غبرګون کې ویلي، چې دا ډول ناستې د دغو هېوادونو له‌خوا رامنځته کیږي او ایران په کې هيڅ راز ګډون نه‌کوي.

Trending

Exit mobile version