تازه خبرونه

په پاکستان کې د پاتې افغان بندیانو د خوشې کولو هڅې روانې دي – د کډوالو چارو وزارت

Published

on

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت ويلي، د پاکستان په زندانونو کې له اسنادو پرته د پاتې افغانانو د خلاصون هڅې روانې دي.

په دې وروستیو کې دا سې راپورو نه خپاره شول، چې پاکستانيو پولیسو یو شمېر بې اسناده افغانان کډوال نیسي او زنداني کړي یې دي. دا په دا سې حال کې ده، چې پدې وروستیو کې د افغان  سیاسي استازیو پر  هلو ځلو له ۳۰۰ ډېر بندیان خوشې او هېواد ته لېږدول شوي دي.

راپورونو په ډاګه کړې، چې په لسګونه افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې په بې برخلیکه حالت کې ژوند کوي.

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت وايي، د هغو افغان کډوالو د خوشي  کولو هڅې روانې دي، چې د اسنادو د نشتوالي له کبله په پاکستان کې بنديان دي.

د یو لړ څرګندونو له مخې؛ په پاکستان کې د میشت ۳ میلیون افغان کډوالو ۷۰۰ زره یې قانوني اسناد نلري او له همدې کبله پاکستانيو چارواکو ویلي، چې له اسنادو پرته خلک د دوی  لپاره ستونزې زېږوي.

د کډوالو چارو شنونکې سارا رحماني وايي: که خلک دندې ولري، که اقتصادي وضعیت ښه وي او په افغان روغتونونو کې یې درملنه وشي؛ تېښتې اړتیا نشته.

په کابل کې یوه افغان کډوال رفیع الله نیکزاد څرګنده کړې: سربېره پر دې، چې کډوال په ناوړه وضعیت کې دي؛ د دوی ویزې پای ته رسېدلي او دوی له میاشتو راپدیخوا د ویزې د تمدید غوښتنه کوي، خو د پاکستان حکومت تر اوسه ورته ویزې ندي ورکړي.

د مهاجرینو او را ستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب  حقاني وايي، د پاکستان له زندانونو د افغان مهاجرینو د خلاصون هڅې روانې دي.

که څه هم پاکستان له څو کلونو راپدیخوا د افغان کډوالو کوربه دی؛ خو دا لومړي ځل دی، چې افغان میرمنې او ماشومان هم زنداني کوي او دا کار د دې لامل شوی، چې د اسلامي امارت چارواکي د پاکستان له حکومتي چارواکو سره خبرې وکړي، چې له افغان مهاجرینو سره د مهاجرینو د نړیوالو اصولو له مخې چلند وکړي.

Trending

Exit mobile version