کوید۱۹

په پاکستان کې د کرونا ویروس له ۶۰۰ ډېرې نوې پېښې ثبت شوې

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱, ۱۴۰۱)

په پاکستان کې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا د کرونا ویروس له کبله د مړینو او ناروغانو په شمېر کې ورځنی ډېروالی راغلی دی.

د پاکستان د روغتیا ملي بنسټ څرګنده کړې؛ پاکستان د جمعې پر ورځ د کرونا ویروس ۶۷۹ نوې مثبتې  او ۷ د  مړینې پېښې ثبت کړې دي.

د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې، په ټول پاکستان کې د مړېنې شمېر اوس ۳۰۴۶۲ او د ټولو مثبتو پېښو هغه یم میلیون و ۵۴۹ زره دري اویا ته رسېدلی دی.

له تېرو ۲۴ ګړیو پر مهال په ټول پاکستان کې ۲۳۰۳۵ کتنې ترسره شوي، چې په کې د مثبتو پېښو تناسب ۲.۹۵ سلنه و او تر څارنې لاندې د ناروغانو شمېر ۱۶۶ ثبت شوی دی.

په سندهـ کې تر دې دمه ۵۸۹،۲۳۰، په پنجاب کې ۵۱۱،۰۸۷، په خیبر پښتونخوا کې ۲۲۰،۷۱۰، په اسلام آباد کې ۱۳۷،۰۳۹، په بلوچستان کې ۳۵،۷۰۶، په آزاد کشمیر کې ۴۳،۴۹۱ او په پاکستان کې ۱۱،۸۱۰ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

په پنجاب کې تر دې دمه ۱۳۵۸۵ کسان، په سند کې ۸،۱۶۱، په خیبر پښتونخوا کې ۶،۳۲۷، په اسلام آباد کې ۱۰۲۷، په آزاد کشمیر کې ۷۹۳، په بلوچستان کې ۳۷۸ او ګلګت بلتستان کې ۱۹۱ کسان مړه شوي دي.

Trending

Exit mobile version