سیمه ییز خبرونه
په پاکستان کې له تاواریخوالي وروسته د عمران خان د پلویانو ځپل او نیول پیل شول
رویترز راپور ورکړی، چې د چارشنبې پر ورځ په پاکستان کې پولیسو له واکه د لري شوي لومړي وزیر عمران خان له نیول کیدو وروسته د هغه په سلګونه ملاتړي د فساد او تاوتریخوالي د رامنځته کولو پر تور نیولي دي.
د سې شنبې پر ورځ په داسې حال کې د کرکت پخوانی اتل او د پاکستان تر ټولو نومیالي سیاستوال ونیول شو، چې خلک او حکومت له سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د ګرځنده اړیکو خدمتونه د دوهیمې ورځې لپاره بند شوي؛ د تویتر، یوتیوب او فیسبوک کاري برخه هم له ګډوډه شوې، ځکه امنیتي ځواکونو د سې شنبې پر ورځ ناوخته په تاوتریخوالي کې د یو کس له وژلو وروسته د نظم بېرته راوستلو هڅه پیل کړه.
حکومت ویلي، چې د عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند پلویانو پر دولتي ودانیو بریدونه کړي؛ شخصي او دولتي موټرو ته یې زیانونه رسولي دي.
پولیسو ویلي، د هغه ۹۴۵ پلویان په پنجاب صوبه کې له هغې وروسته ونیول شول، چې د پولیسو ۲۵ ګاډي او له ۱۴ زیاتې دولتي ودانۍ وسوځول شوې.
د پاکستان د پلان جوړولو وزير احسن اقبال يوې خبري غونډې ته ويلي: دا نهشي زغملای؛ قانون به خپل کار کوي. دا له تاوتریخوالي ډک بریدونه د کوم عام پاڅون پایله نهده، بلکې دوی د پی ټي آی له لوري هڅول شوي دي.
پولیسو د پاکستان له څلورو صوبو څخه په درې هغو کې د عمران خان پلویان له پولیسو سره له شخړو او تاوتریخوالي وروسته د دوی پر ټولو غونډو بندیز ولګاوه.
۷۰ کلن عمران خان د فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې لخوا د اسلامآباد له عالي محکمې نیول شوی دی. رویترز د پولیسو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د محکمې اوریدنه به د اسلام آباد د پولیسو په څارنځي په اړوند سیمه کې ترسره شي.
د نوموړي ګوند له خپلو ملاتړیو څخه د ۲۲۰ ملیلوني پاکستان په پلازمېنه کې د راټولېدو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان ډان ورځپاڼې په یوه سرمقاله کې څرګنده کړې، چې د لاریونونو بڼه او ځای، چې پرون د عمران خان له نیول کېدو وروسته رامنځ ته شول؛ د دې ښکارندویي کوي، چې خلک پر پوځ غصه شوي دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې د پیسو نړیوال صندوق خپلې مرستې پاکستان ته ځنډولې دي. په داسې حال کې، چې د بهرنیو اسعارو زیرمې یې نه یوازې د یوې میاشتې وارداتو لپاره کافي ندي، بلکې د نورو اسعارو پر پرتله د کلدارې ارزښت هم راټیټ شوی دی.
د دې ګوند مرستیال قریشي پرون تویت کړی و، چې مونږ د PTI کورنۍ کارکوونکيو، پلویانو او د پاکستان خلکو ته سپارښتنه کړې، چې د دې غیرقانوني چلند پر وړاندې خپل سولهییز احتجاج روان وساتي.
لاریونونو په یو شمېر ښارونو کې کاروبار ګډوډ کړی دی.
رویترز راپور ورکړی، چې په پېښور کې د چرګانو پلورونکی ملاګل خان ویلي، چې د هغه او نورو دکانونه په تاوتریخوالي کې ویجاړ شوي دي.
۲۵ کلن راجه عمران، چې د پېښور اوسېدونکی دی وایي، په ټول هېواد کې ګډوډي روانه ده … امتحانونه روان دي او د ښوونځي ماشومان به پوره زيانمن شي.
عمران خان د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د پارلمان د عدم اعتماد په رایه کې د لومړي وزیر په توګه ګوښه شو. که څه هم هغه د نومبر په میاشت کې د اسلامآباد پر لوري د یوه احتجاجي لاریون د مشرۍ پر مهال ټپي هم شو؛ خو د عامو انتخاباتو د ترسره کیدو غوښتنه یې روانه وساتله؛ خو له ټاکنو مخکې ونیول شو.
په #پاکستان کې د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان له نیول کېدو وروسته د روانو لاریونونو لړۍ مخ پر پراخېدو ده؛ په دې لاریونونو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او له ۲۹۰ ډېر نور ټپیان دي. د پنجشنبې پر ورځ د دان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ په ټول پاکستان کې له قانون پلي کوونکیو افسرانو سره په نښتو کې له ۱۹۰۰ څخه ډېر #أاریونکوونکي نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان جیو نیوز خبر ورکړ، چې تېره شپه د اسلامآباد پولیسو د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د تحریک انصاف ګوند د عمرانخان مرستیال شاه محمود قریشي هم ونیول شو.