د هوا حالاتو بدلونونه

په پاکستان کې له سیلابونو د اوښتو زیانونو کچه ۳۰ میلیارد دالرو ته لوړه شوه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۹, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش پاکستان ته د خپل سفر پر مهال له دغه هېواد سره د پراخو نړیوالو مرستو غوښتنه کړې او پاکستان په وروستیو سېلابونو کې د اوښتو زیانونو کچه ۳۰ میلیارد دالرو ته لوړه کړې ده.

د موسمي بارانونو په پایله کې د شمالي غرونو طبیعي یخچالونه ویلي شول او ویجاړوونکيو سیلابونو کورونه، سړکونه، د اورګاډي کرښې، پلونه، څاروي او کرنیز محصولات لاندې، ویجاړ او له ۱۴۰۰ څخه ډېر خلک مړه کړل.

دغو سېلابونو د پاکستان لویې سیمې لاندې کړې او سلګونه زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول. حکومت وايي د شاوخوا ۳۳ میلیون خلکو ژوند ګډوډ شوی، چې د دغو سیلابونو اصلي لامل هم د اقلیم بدلون و.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په اسلام آباد کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره له کتنې وروسته په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل: زه له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوم، چې پاکستان پراخ مالي ملاتړ ته اړتیا لري؛ ځکه د لومړنیو اټکلونو له مخې د زیانونو کچه شاوخوا ۳۰ میلیارد دالر ده.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې هېواد یې ډېرو پیسو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړې، چې هېواد به یې تر هغه وخته په ستونزو کې پاتې وي، چې پوره نړیوالې مرستې ترلاسه نکړي.

په پاکستان کې له جولای او اګست رايدیخوا ۳۹۱ ملي متره باران شوی، چې د ۳۰ کلنو د منځنۍ کچې پر پرتله ۱۹۰ سلنه ډېر دی.

ویل کیږي، چې تر ټولو زیات سیلابونه په سند ایالت کې راوتلي دي.

Trending

Exit mobile version