سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې مقدساتو ته د سپکاوي پر تور څو کلیساوې د اور لمبه شوې

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۵, ۱۴۰۲)

د پاکستان چارواکو ويلي؛ د خوابدو اعتراض کوونکیو یوې ډلې د چارشنبې پر ورځ ( د زمري ۲۵ ) په ختیځ پاکستان کې څو کلیساوو ته له هغې وروسته اور واچاوه، چې یوه عیسوي کورنۍ مقدساتو ته پر سپکاوي تورنه شوه.

ځايي پوليسو فرانس پرس خبري اژانس ته ويلي، چې سلګونه کسانو د فيصل‌آباد ښار په عيسوي میشته سيمه کې پر لرګيو او ډبرو بريد وکړ.

د یوه سیمه ییز چارواکي د څرګندونو له مخې؛ پر کلیساوو بریدونه له هغې وروسته پیل شول، چې یوې توندلارې مذهبې ډلې یوه عیسوۍ کورنۍ قرآن کریم ته پر سپکاوي تورنه کړه.

د ښار د مرستې او ژغورنې څانګې ویاند رانا عمران جمیل ویلي، د قرآن کریم د سوځول شویو پاڼو انځورونه او ویدیوګانې خلکو ته ورسېدې او دا ګډوډي رامنځته شوه.

رانا عمران جمیل زیاته کړې، چې څلور کلیساوې سوځول شوي؛ خو د مرګ و ژوبلې په اړه معلومات نه‌لري.

مذهب ته سپکاوی په پاکستان کې هم یوه ډېره حساسه موضوع ده. په ځینو مواردو کې، یوازې د کفر تور لګول د ډلو لپاره کافي دي، چې هڅونه رامنځته او تورن ووژني.

د نړۍ د مذهبي ازادۍ په اړه د امریکا کمیسیون په خپل ۲۰۲۲ راپور کې ویلي، چې د پاکستان د سپکاوي قوانینو اسلامپالو افراطیانو ته دا توان ورکړی او هڅوي یې، چې له مجازاتو پرته کړنې تر سره کړي او اسانه مذهبي اقلیتونه یا هغه کسان پر نښه کړي، چې بېلابېلې عقیدې لري.

د ټولنیز عدالت معلوماتي مرکز د څرګندونو له مخې، له ۱۹۸۷ ز.کال راپدیخوا په پاکستان کې څه باندې دوه زره کسان مذهب ته د سپکاوي پر تور نیول شوي او لږ تر لږه ۸۸ یې د خلکو له‌خوا کړول شوي دي.

عیسویان د پاکستان د وګړیو دوه سلنه برخه جوړوي..

Trending

Exit mobile version