سیمه ییز خبرونه

په پروان ولايت كې د ۶۷ پوليسو په گوښه كيدو اندېښې راپاريدلي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د پروان والي عبدالبصير سالنگي آريانا تلويزيون ته په تيليفوني خبرو كې ومنله، چې افغان ولسمشر ته په ناامنيو كې د پوليسو د چارواكو د ښكېلتيا خبر ورسيد، د كورنيو چارو وزارت مسوولينو په څليريشتو ساعتونو كې د پېنځه ولسوالانو په گډون د اووه شپېته تنو د تبديدلۍ او يا هم له دندې د گوښه كيدو امر صادر كړ.

د پروان والي عبدالبصير سالنگي وايي:

هغه كسان د وروستيو بدلونونو مخالفت كوي، چې له گوښه شويو كسانو سره د پيسو په پيدا كولو كې همغږي او گډونوال ول.

د هغه په وينا، له دندې په گوښه شويو كې څلور هغه كسان هم شامل دي، چې د بچه بازۍ په محافلو كې پر برخه اخيستنه سر بېره يې د جبل السراج ولسوالۍ د يوه اوسيدونكي عين الدين د قتل په تور هم تورن دي، چې لويې څارنوالۍ ته به ور وپېژندل شي.

د پروان د ولايتي شورا رييس احمد ذكي ذاهد، چې د دغو تبديليو مخالف دى وايي، چې د ځينو كسانو د شخصي غوښتونو پر بنسټ نږدې دېرش كسان بې برخليكه شوي دي.

د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، چې دا تبديلۍ د قانون له مخې په نورمال ډول تر سره شوي دي.

د پروان ولايت اوسيدونكي وايي، كه دا ستونزه اواره نه شي، ښايي په دې ولايت كې د ناامنيو لمن ور سره پراخه شي.

Trending

Exit mobile version