سوداگري

په پروان ولایت کې د افغان بیسیم نوې څانګه پرانیستل شوه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۲)

افغان بیسیم مخابراتي شرکت د پروان ولایت په مرکز کې پېرودونکیو ته د 4G انترنیتي خدمتونو د وړاندې کولو نوې څانګه پرانیستله.

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت مسوولینو د دې ادارې د پرانیستې پرمهال ټینګار وکړ، چې د پروان ولایت په مرکز کې د پېرودونکیو د خدمتونو د دفتر له پرانیستلو سره به د دې ولایت د پېرودونکیو مخابراتي او انترنیتي ستونزې پوره حل شي.

د دې څانګې د پرانیستې په مراسمو کې د پروان  ولایت، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ رییس، د اترا ادارې استازی او د دې ولایت یو شمېر نورو سیمه ییزو چارواکو ګډون کړی و.

د کابل زون د افغان بيسيم مخابراتي شرکت تجارتي مرستيال احمد وليد امرخېل ويلي: د وياړ خبره ده، چې په اوسنيو شرايطو کې يو وړوکی مثبت ګام ولس ته ستر ډاډ ورکوي. زه تاسې ته ډاډ درکوم، چې نه یوازې په چاریکارو کې، بلکې په نورو لرې پرتو سیمو کې به هم  تاسې ټولو ته خدمات وړاندې کړو.

د پروان سیمه ییزو چارواکي ويلي؛ دوی چمتو دي، چې د ټولو مخابراتي شرکتونو په ځانګړي ډول افغان بېسیم ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د پروان ولایت د مخابراتو او تکنالوژۍ رییس عتیق الله فیضاني وایي: له دې مخکې زمونږ په ولایت کې د انترنیت په برخه کې ډېرې ستونزې وې. افغان بیسیم انترنیت له 2G او 3G څخه 4G ته لوړ کړ او خلک له دې څخه ډېر خوښ او منندوی دي. د دوی دوه‌یم خدمت د پروان د خلکو لپاره رسمي نمایندګۍ جوړول دي. د خرڅلاو په برخه کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ ول. د نصرت الله په مرسته دوی دا ستونزې اوارې کړې او یوه رسمي اداره یې جوړه کړه او اوس خلک کولی شي په اسانۍ سره خپلې ستونزې اوارې کړي.

د پروان ولایت اوسیدونکي هم په دې ولایت کې د افغان بیسیم د انترنیتي او مخابراتي خدمتونو له پراخېدو هرکلی کوي.

د پروان ولایت اوسیدونکی عزیز آغا وايي: دلته د افغان بیسیم ادارې پرانیستلو خلکو ته ډېرې اسانتیاوې راوستې دي. ټول خلک د افغان بیسیم سیم کارتونو ته اړتیا لري.

د افغان بيسيم مخابراتي شرکت مسوولين وايي، چې په هېواد کې د مخابراتو او انترنیت په برخه کې د ستونزو له کبله غواړي په لرې پرتو سيمو کې مخابراتي او انترنېټي خدمات وړاندې کړي.

Trending

Exit mobile version