تازه خبرونه

په پنجشېر ولايت کې د زمرد ۴۰ نوي کانونه کشف شول

Published

on

د پنجشېر ولايت د کانونو او پتروليم رياست ويلي؛ په دغه ولايت کې د زمردو څلوېښت نوي کانونه کشف شوي دي.

د کانونو او پتروليم رياست مطبوعاتي دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د پنجشېر ولايت د کانونو او پتروليم رييس مولوي محمد قاسم اميري د دغه ولايت له والي سره په ليدنه کې ويلي، چې دغه کانونه د پريان ولسوالۍ په اړوند سیمه کې موندل شوي دي.

د پنجشېر ولايت د کانونو او پتروليم رييس زياته کړې، چې تر اوسه پورې په دغه ولايت کې د زمردو ١٢٥٠ کانونه کشف شوي دي.

د کانونو او پترولیم وزارت څو ځله د پنجشېر د کانونو زمرد د لیلام له لارې د هېواد پر سوداګرو پلورلي دي.

Trending

Exit mobile version