تازه خبرونه

په پنجشېر ولایت کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت نوې څانګه پرانیستل شوه 

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲, ۱۴۰۲)

د پنجشېر ولایت په رخه ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د پېرودونکیو د خدمتونو نوې څانګه پرانیستل شوه او خپلې هڅې یې پیل کړې.

د دې ادارې د پرانیستې په مراسمو کې، چې د پنجشېر په رخه ولسوالۍ کې جوړ شوي وه؛ د افغان بیسیم د مرکزي زون مشر ویلي، په پنجشیر کې د افغان بیسیم د پیرودونکیو ټولې ستونزې به د همدې څانګې له لارې حل شي.

د افغان بيسيم مخابراتي شرکت د مرکزي زون مشر سلیمان خرم وايي، په پنجشېر کې د دغه شرکت نوې څانګه پر ټولو عصري او پرمختللیو اړینو توکو سمباله ده، چې له دې سره به په پنجشېر کې د دغه شرکت د مشتريانو ټولې ستونزې اوارې شي.

د پنجشېر ولايت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریيس عبدالحمید نوري په دغه ولايت کې د افغان بيسيم شرکت د نماينده ګۍ له پرانيستلو هرکلى وکړ او غواړي، چې د دغه شرکت خدمات د دې  ولايت ټولو سيمو ته وغزیږي.

د پنجشېر ولایت یو شمېر اوسیدونکيو هم په دغه ولایت کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د پېرودونکیو د خدمتونو د دفتر ل پرانیستلو خوښي څرګنده کړه.

دا په داسې حال کې ده ،چې څه موده وړاندې په پروان او کاپیسا ولایتونو کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د پېرودونکیو د خدمتونو نوي دفترونه پرانیستل شول او هڅې یې پیل کړې دي.

Trending

Exit mobile version