سوداگري
په پنجشېر کې د یاقوتو استخراج او وپلورل پیل شول
په پنجشېر کې د زمردو پر پلور سربېره په لومړي ځل استخراج شوي یاقوت پر کورنیو سوداګرو وپلورل شول
د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر څرګنده کړې، چې د دې ولایت د رهبرۍ پر سپارښتنه د کانونو اړونده کمیټې په شتون کې د داوطیبۍ له لارې ۳۳ زره ۸۱۹ قیراته زمرد پر ۲۶۹ زره ۵۵۰ امریکايي ډالرو پر کورنیو سوداګرو وپلورل شول او ترڅنګ يې په لومړي ځل په دې ولایت تازه استخراج شوي یاقوت هم سوداګرو پر ۱۰۰۰ امریکایي ډالرو وپېرل.
په دې وروستیو کې یو شمېر بهرني پانګوال هم دې ولایت ته راغلي او د دغه ولایت والي محمد اغا حکیم ترې په دې ولایت کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.
دغه راز یو شمېر کورنیو سوداګرو د پنجشېر ولایت د کرومایټو ډبرو د قانوني استخرج لپاره د دغه ولایت له والي سره ناستې کړي او پانګوالو په نږدې راتلونکې کې پرې د کار پیلولو ډاډ ورکړی دی.
ویل کیږي، چې د پنجشېر ولایت د کانونو د قانوني استخراج او په دې ولایت کې د ازاد پلور له لارې له یوې خوا د دغه ولایت ډېر ځوانان پر کار اخته شوي او له بله پلوه په پنجشېر کې بازارونو او سوداګرۍ وده کړې ده.