تازه خبرونه

په پکتیا کې د طالبانو په ملاتړ جنګیدونکیو پاکستانیو ملیشو ته مرګ و ژوړبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۳, ۱۳۹۹)

په پکتیا کې د ډنډ پټان ولسوال ویلي، چې پر امنیتي پوستو له طالبانو سره یو ځای پاکستاني ملېشې جګړه کوي او د سږکال په اوږدو کې افغان ځواکونو ورته درانده ځاني زیانونه اړولي دي.

دپکتیا د دند پټان ولسوال عید محمد احمدزی زیاتوي، چې په دې ورستیو کې د طالبانو د کویټې شورا رهبري او جنګیالي را اوښتي، چې امنیتي وضیعت يې د تېر په پرتله خراب کړی دی.

د ډنډ پټان ولسوالۍ اوسیدونکي خراب امنیتي وضیعت اندېښمن کړي او په سیمه کې افغان سرتېرو ته له مرکزي حکومته د وسلو او پوځي وسایلو غوښتنه کوي.

دوی په سیمه کې د خراب امنیتي وضیعت لامل د امنیتي ارګانونو ترمنځ نه همغږي هم یادوي.

ډنډ پټان ولسوالي له کوزې پښتونخوا پاړا چنار سیمې سره نهه ویشت کلیومتره اوږده پوله لري، چې پر ډېرې برخې يې افغان حکومت له شتون بې برخې او وسلوال طالبان او نور ډلې په آسانه له فرضي کرښې را اوړي؛ ځکه، نو د سیمې خلک پر پوله د امنیتي پوستو د جوړلو غوښتنه کوي.

Trending

Exit mobile version