تازه خبرونه
په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د رښتر پر کچه ۶.۱ درجې زلزلې مرګ و ژوبله اړولې
باختر آژانس او سیمه ییزو سرچینو څرګنده کړې، چې د پکتیکا په څلور ولسږوالیو او د خوست په اړوند سیمو کې د تېرې شپې له زلزلې ۲۸۰ کسان مړه شوي او له ۶۰۰ ډېر ټپیان دي.
د پکتیکا سیمه ییزو چارواکو ویلي؛ تر دې دمه په دې ولایت ۲۵۵ کسان مړه شوي له ۴۰۰ ډېر ټپیان دي.
دغه راز په خوست کې هم لسګونه کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ مشر شبیر احمد عثماني ويلي، چې د بېګانۍ زلزلې له کبله د دغه ولایت د سپیرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې ۲۵ کسان مړه شوي او ۹۵ نور ټپيان دي، چې ښايي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.
د روغتیاوزارت د څرګندونو له مخې؛ د لومړنيو روغتيايي مرستو د ترسره کولو لپاره د عامې روغتيا وزرات روغتيايي ډلې سيمې ته رسیدلې دي.
ویل کیږي سیمې ته له ګاونډ ولایتونو او له مرکزه چورلکې او امبولانسونه هم رسېدلي، چې ټپيان روغتونونو ته ولېږدوي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ که له مرکز څخه بېړنۍ پاملرنه ونشي؛ ښايي د مړیو شمېر نور هم ډېر شي.
د امریکا د جیولوژۍ ادارې په ډاګه کړې؛ د چار شنبې په لومړنیو ګړیو کې د ریښتر پر کچه ۶ اعشاریع یو( ۶.۱ ) درجې زلزلې د افغانستان او پاکستان یو شمېر سیمې ولړزولې.
دغه زلزله د خوست ښار په شاوخوا ۴۴ کیلومترۍ کې د ځمکې په ۵۱ کیلومتره ژوروالي کې رامنځته شوې، چې د افغانستان او پاکستان په شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره ساحه کې احساس شوې ده.
د ټولنیزو شبکو د څرګندونو له مخې؛ دا زلزله په کابل او اسلام آباد کې هم خلکو احساس کړې ده.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د تویت له مخې؛ د ویجاړو شویو کورونو لاندې د بندو پاتې کسانو د ایستلو لپاره هڅې پیل شوي او تر اوسه د پېښې د وژل شویو او ټپیانو پوره شمېر معلوم ندی.
اسلامي امارت له نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې له خاورو او ویجاړو شویو کورونو څخه د خلکو د رایستلو په برخه کې مرسته ورسره وکړي.