نړۍ

په چيلي كې د زده كوونكيو لاريون بېلابېل غبرگونونه رامنځته كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د چيلي له پوليسو سره د لاريون پرمهال د محصلينو د اخ و ډب له لامله د څلور پوليسو په گډون پېنځه تنه سخت ټپيان شوي او له اتلس كلونو څخه د كم عمر د ۳۳ ځوانانو په گډون شاوخوا دوه اويا تنه نيول شوي دي.

د رسنيو د رپوټونو په حواله د شنبې په شپه د تلې په ۹ په هغه لاريون كې، چې زده كوونكيو ته د ژوند انه د مناسبو امكاناتو د نشتون پر لامل  پيل شوى و؛ په كې د چيلي زرگونه زده كوونكيو برخه اخيستې وه.

لاريون كوونكيو له دولت څخه د ليږ لپاره د ازانه موټرو، د تحصيلي قرضو د ډېريدو، په دولتي پوهنتونونو كې د توپير د ختميدو او د ښونيزو بنسټونو له خصوصي كيدو څخه د مخنيوي غوښتنه كوله.

د پوليسو او زده كوونكيو ترمنځ  اخ و ډب هغه وخت را منځته شو، چې د لاريون كوونكيو څخه درې ډلې له  نورو لاريون كوونكيو څخه بېلې شوې او له ټاكل شوې سيمې واوښتل او پر نورو لارو يې پرلاريون لاس پورې كړ.

د چيلي پوليسو د دغه هېواد د زده كوونكيو كنفدارسيون د دغه لاريون او تاوتريخوالي  اصلي لامل  بولي، خو ياد كنفدراسيون بيا پر پوليسو تور لگوي، چې د تاوتريخوالي اصلي لامل پوليسو ځكه، چې اخ و ډب لومړى د دوى له خوا پيل شوى دى

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version