کوید۱۹

په چین کې له ترافیکي پېښې ۴۷ کرونایي ناروغانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۷, ۱۴۰۱)

د اسوسیتید پرس د راپورونو له مخې؛ د یکشنبې پر ورځ سهار مهال یو بس، چې د چین سویل لویدیز ته یې ۴۷ کرونایي ناروغان لېږدولي وه، د یوې ترافیکي پېښې له کبله یې ۲۷ ناروغان مړه او ۲۰ نور ټپیان دي.

د ساندو د ښار پولیسو پرته له دې ، چې د کرونایي ناروغانو څخه یادونه وکړي څرګنده کړې؛ یو بس د ګوئیژو ولایت پر لویه لار چپه شوی او وی شوي، چې ټپیان تر درملنې لاندې دي.

د چین د سوداګرۍ خبري رسنۍ کایکسین د ساندو د چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې  مسافرین پر کرونا اخته ناروغان ول، چې د ولایت له مرکز ګوئیانګ څخه لیدو لېږدول شوي دي.

د چین ګوئیانګ ښار د جمعې پر ورځ د کرونا ویروس شاوخوا ۱۸۰ نوې پېښې ثبت کړي دي. چین د صفر کرونا سخته پالیسي خوندي کړې، چې د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره په ناروغۍ اخته خلک او ورسره نږدې اړیکې بېلوي.

د ګوئیژو انلاین رسنیز ګروپ د څانګې د آنلاین راپور له مخې؛ بس د سهار شاوخوا ۲:۴۰ بجې چپه شوی او د پیښې په اړه نورې څېړنې روانې دي.

Trending

Exit mobile version