روغتيا

په چین کې پر لانګیا نومي نوي ویروس ۳۵ کسان اخته شوي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۹, ۱۴۰۱)

د چین، سنګاپور او آسټرالیا ساینس پوهانو د یوې ګډې څېړنې له مخې؛ په شیډونګ او هاینان ولایتونو کې لانګیا نومی نوی ویروس پېژندل شوی، چې له حیواناتو څخه انسانانو ته لېږدي او تر دې دمه پرې ۳۵ کسان اخته شوي دي.

تر دې دمه یې له انسان څخه انسان ته د لېږدېدو څرک لیدل شوی ندی.

ګاردین په ډاګه کړې، Henipavirus (د لانګیا هینیپا ویروس یا LayV په نوم هم یادیږي) چې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۸ زېږدیز کال په وروستیو کې کشف شوی؛ خو تېره اوونۍ د ساینس پوهانو لخوا پر رسميت وپېژندل شو.

د بلومبرګ د څرګندونو له مخې؛ دا ویروس د هغو تبه لرونکيو خلکو د تبې معلومولو له سیستمه کشف شوی، چې له څارویو سره یې نږدې اړیکې لرلې.

دغه ویروس هغه وخت وموندل شو، چې د ناروغ له ستوني یوه بېلکه د کتنې لپاره واخیستل شوه، چې ډېري یې کروندګر او بزګران ول.

دغه ویروس په بشپړ ډول نوی دی. یعنې پدې معنا، چې مخکې له دې پرې انسانان اخته شوي ندي.

دې ته د ورته کورنۍ دوه ویروسونه؛ Hendra ویروس او Nipah ویروس دمخه پېژندل شوي. دواړه کولی شي، چې د  وژونکیو ناروغیو لامل شي.

د سان راپور ورکړی، چې دې ناروغۍ ته هیڅ واکسین یا درملنه نشته.

په سینګاپور کې د Duke-NUS د طبي پوهنځي د نویو رامنځته کیدونکیو ساري ناروغیو د پروګرام پروفیسور وانګ لینفا ویلي؛ تر دې دمه د وژونکې پېښې د وېرې اړتیا نشته؛ ځکه ، نو وېرې او وحشت ته ترې اړتیا هم نشته دی.

هغه زیاته کړې، چې تل له ویروسه د خطر ګواښ احساسیږي؛ ځکه ډېري ویروسونه، چې په طبیعت کې شته داسې پایلې لري، چې د اخته کېدنې شک پرې ناشونی دی.

Trending

Exit mobile version