تازه خبرونه
په ژنیو کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په اړه د باور صندوق غونډه وکړه
په سویس کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د وجهي صندوق د غونډې په اړه د سویس حکومت یوه ویاند ویلي، چې د دوشنبې پر ورځ د افغانستان د څه باندې ۳.۵ میلیارد کنګل شویو دالرو په اړه غونډه شوې ده.
د دغه صندوق د اجرائیوي رییس ټاکل، د افغانستان د ۳.۵ میلیارد دالرو پانګې په کار اچول، د تفتیش د کمیتې ټاکل او د دې پیسو کلنۍ څارنه هغه څه دي، چې د دغه صندوق غړي يې په اړهه توافق ته رسیدلي دي.
د افغانستان بانک کنګل شوې زیرمې په دې وروستیو کې له واشنګتن څخه د افغانستان د خلکو وجهي نومي صندوق ته لېږدول شوي، چې امریکا یې په اړه ویلي؛ دا به د افغانستان اسلامي امارت له لاسرسي ساتل کیږي.
د امریکا د مالیې وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د دغه بورد غړیو هوکړه کړې، چې د دغه صندوق شتمنۍ باید داسې په کار واچول شي،چې د زیان وېره یې نه وي.
د امریکا د مالیې وزارت په اعلامیه کې راغلي؛ د صندق غړیو موافقه وکړه، چې اغېزناک او قوي ګامونه پورته کړي، چې دا پانګه د غیرقانوني موخو لپاره ونه کارول شي. همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د وجهي صندوق ښه ساتنه او د کلنیو لګښتونو او ګټې منظمه څارنه وشي.
د دغه صندوق تګلارې له مخې؛ د افغانستان د خلکو د ګټو لپاره د دغو شتمنيو ترلاسه کول، ساتنه، او لګول د دې بنسټ موخه ده.
رویترز راپور ورکړی، چې تر دې دمه د غوره شوي څلور کسیز بورد لخوا له دغه صندوق څخه د پیسو د وخت او لګښت په اړه د پرېکړې څرنګوالی په ډاګه شوی ندی.
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ له لسیزو جګړو او وچکالۍ وروسته د افغانستان نیمایي نفوس یا ۲۴ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړ دي.
د افغانستان بانک، چې د DAB په نوم پیژندل کیږي؛ یوه اړوند لوړ پوړي چارواکي ته، چې د امریکا او ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې وي، بېرته لیږدول ناممکن ښکاري.
د سویس د دغه صندق قوانین او مقررات په ګوته کوي. چې تادیات به د لویو اقتصادي موخو لپاره وي، لکه د بهرنیو اسعارو نرخ او د نرخ ثبات.
د افغانستان بانک اووه میلیارد دالر، چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره په امریکا کې ګنګل شوې؛ نیمې یې د لویو لګښتونو لپاره او پر نیمو نورو یې د امریکا محاکمو سیالۍ تودې کړې، چې علت یې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې بریدونه یادیږي.
اسلامي امارت د افغانستان بانک د شتمنیو دا لېږد غندلی او د بورد جوړول یې هم له نړيوالو نورمونو څخه سرغړونه بللې ده.
اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وايي، چې د امریکا لخوا د افغانستان کنګل شوې پانګه د افغان ملت ده او باید دا پانګه د افغانستان بانک ته وسپاري.
د افغانستان له خلکو سره د مرستې د صندوق په باور لرونکیو کې د سویس د بهرنیو چارو وزارت چارواکی الکساندرا بومن، په سویس کې د امریکا سفیر سکات میلر، د افغانستان د مرکزي بانک پخوانی رییس او د مالیې پخوانی وزیر انور احدي او امریکايي شاه محرابي دانشګاهي، چې د DAB په عالي شورا کې پاتې دی؛ غړيتوب لري.