روغتيا

په کابل طبي پوهنتون کې مکروب ضد درمل وڅېړل شول

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۴, ۱۴۰۲)

په کابل طبي پوهنتون کې د مکروب ضد درملو پر وړاندې د میکروبونو د مقاومت د څېړنې کلنۍ کاري غونډه جوړه شوه.

د دې غونډې موخه د انتي بیوتیکونو پر وړاندې د باکتریا د مقاومت او د باکتریا د عواملو موندل دي.

په دې غونډه کې ګډونوالو ویلي، چې د مکروب ضد درمل باید د داکتر له سپارښتنې پرته ونه کارول شي؛ ځکه کارول د خطرناکو ناروغیو او ان مرګ لامل کېدای شي.

د دې غونډې یو شمېر ګډونوال وايي؛ انتي مایکروبیل درمل یا انتي بیوتیکونه له اړتیا پرته د خلکو تر منځ خورا پراخه کارول کیږي.

د کابل طبي پوهنتون رییس اسدالله نجات ویلي؛ د نشه‌یي توکو پر وړاندې د میکروبونو مقاومت نه یوازې دا، چې لوی اقتصادي بوج راوړي، بلکې د رغېدو وخت هم اوږدوي، چې بیا د دغو انتاناتو درملنه ستونزمنه او ناشونې ده.

د ځینو داکترانو د څرګندونو له مخې، د انتي بیوتیکونو ټیټ کیفیت، د انتي بیوتیکونو ناوړه ګټه اخیستنه، د انتي بیوتیکونو پخپل‌سر کارول، غیر منظم او له کنتروله وتلی مصرف یې، د عامه پوهاوي ټیټه کچه هغه عوامل دي، چې د انتي بیوتیکونو پر وړاندې د انتي مایکروبیال مقاومت ګراف لوړوي. مقاومت د خطرناکو ناروغیو د خپرېدو او ان د مرګ لامل کیږي.

د نړیوالو احصائیو له مخې؛ هر کال په نړۍ کې شاوخوا پېنځه میلیون کسان د انتي بیوتیکونو د استعمال له کبله مري.

په افغانستان کې هر کال زرګونه کسان د انتي بیوتیکو د استعمال له کبله مري، چې ډېري یې ماشومان دي؛ خو په نړۍ کې د انتي بيوتيکو په استعمال کې د پام وړ زياتوالي په اړه اندېښنې هم زياتې شوي او په بې‌وزلو هېوادونو کې ډېري د داکتر له سپارښتنې پرته خلک بېلابېل انتي بيوتيکونه کاروي.

Trending

Exit mobile version