تازه خبرونه
په کابل هوايي ډګر کې قطري ځواکونه لیدل شوي
بي بي سي یوه داسې ویډیو ترلاسه کړې، چې په کابل نړیوال هوايي ډګر کې قطري امنیتي ځواکونه د روزنې په حال کې ښیي.
د بي بي سي د راپور له مخې؛ په کابل هوايي ډګر کې د قطري امنیتي ځواکونو شتون په داسې حال کې لیدل کیږي، چې اسلامي امارت له دې مخکې د افغانستان د هوايي حریم د امنیت د تامین لپاره د بهرنیو ځواکونو له هر راز شتوالي سره بشپړ مخالفت څرګند کړی و.
د اسلامي امارت د ملکي هوايي چلند ادارې یوه لوړپوړي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي بي بي سي ته په ډاګه کړې؛ دغه ځواکونه له شاوخوا پېنځه میاشتو راپدیخوا په کابل هوايي ډګر کې دي او د قطري تخنیکي کارکوونکیو د امنیت ساتنې لري.
سرچینې زياته کړې؛ د دغو ځواکونو شمېر د پخوا په پرتله اوس ډېر لږ دى، چې ٥٠ کسانو ته رسېږي او د قطري کارکوونکیو د اوسېدو په اړوند سیمه کې ځاى پر ځاى شوي دي.
د یادونې ده، چې ترکیې او قطر د دغه هوایي ډګر د بیا پرانیستلو په برخه کې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو له مهاله هر اړخیزه مرسته کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي، مالي او امنیتي همکاریو په اړه خبرې اترې روانې دي.
