تازه خبرونه

په کابل هوايي ډګر کې وسلوالې نښتې ۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

Last Updated on: وږی ۲, ۱۴۰۰

د سي ان ان د څرګندونو له مخې؛ د کابل هوایي ډګر په شمال لوري کې د ځای پر ځای شویو جرمني ځواکونو او ناڅرګندو وسلوالو له نښتې یو افغان امنیتي سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې؛ نښته د افغان ځواکونو او ناڅرګندو اشخاصو ترمنځ  پیل؛ خو بیا په کې جرمني او امریکایی ځواکونو هم ښکېل شول.

د راپورونو له مخې: یوه کس له هوایي ډګره بهر  پر افغان ساتونکیو ډزې وکړې او هغوی ځواب ورکړ، خو امریکایي ځواکونو پر افغان ساتونکیو ډزې وکړې؛ یو افغان سرتېری یې وواژه او درې نور ټپیان شول.

طالبانو له خلکو غوښتي، چې هوایي ډګر ته نږدې له راټولیدو ډډه وکړي.

طالبان زیاتوي، چې دوی د خلکو پر ستونزو پوهیږي؛ خو وايي، خلک باید د هغوی له ښه چلند ناوړه ګټه پورته نکړي.

په کابل هوایي ډګر کې د طالبانو قومندان مولوي فاتح په دې اړه ویلي: که څه هم خلک ستونزې لري؛ خو مونږ له هغوی څخه غوښتنه کوو، چې مهرباني وکړئ دا ځای پریږدئ او هغه څوک، چې د تګ اړوند اسناد لري سفر وکړي. مونږ مجاهدینو ته سپارښتنه کړې، چې له خلکو سره ښه چلند وکړي.

د ملکي هوایي چلند ادارې دا هم ویلي، چې ټولې ملکي الوتنې به تر راتلونکي خبرتیا پورې وځنډول شي.

د دې ادارې چارواکو له خلکو غوښتي، چې د اړوند ادارو سره له اړیکو پرته هوایي ډګر ته ولاړ نشي.

د ملکي هوایي چلند ادارې کارمند صبغت الله کاکړ وایي: مونږ له خلکو غواړو، چې د ګډوډۍ مخه ونیسي. یوازې هغه څوک، چې سند یا ویزه لري؛ کولی شي سفر وکړي او ملکي الوتنې درول شوې دي.

که څه هم طالبانو او د ملکي هوایي چلند ادارې او نورو اړوند مسوولینو څو ځله له بې اسنادو خلکو غوښتنه کړې، چې هوایي ډګر ته نږدې د ګڼې ګوڼې له جوړولو ډډه وکړي؛ خو داسې ښکاري، چې خلک اوس هم بهر ته د سفر په هیله دلته را ټولیږي.

د پروان ولایت اوسیدونکی علي جان نومي ویلي: زه پخپله د ناټو اسناد لرم. مونږ له هسپانوي ځواکونو سره کار کاوه. زه اسناد هم لرم؛ خو د ګڼې ګوڼې له کبله سفر نشم کولی.

د کابل یو بل اوسیدونکي اسدالله نومي څرګنده کړې: هوایي ډګر ته د ننوتلو کومه لاره نشته، هرڅوک امریکا ته د تګ لپاره چمتو دی؛ خو اسناد نلري.

له بلې خوا سرچینو آریانا نیوز ته ویلي، چې د کابل له هوایي ډګره د بهرنیو ځواکونو او د هغو د افغان همکارانو د ایستلو د وروستۍ نېټې یا د وږي ۹ /  د اګست ۳۱ د غزولو لپاره د جرمني، ترکیې، امریکا او طالبانو تر منځ ګډې خبرې پیل شوې دي.

له دې مخکې د طالبانو د پلاوي غړي دویچه ویله خبري سرچینې ته څرګنده کړې، چې د اګست تر پایه له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو سرتېرو وتل د طالبانو سره کرښه ده او پاتې کېدل به یې د اشغال دوام وي او د اوربند د غزولو لپاره بل هیڅ دلیل نشته.

Trending

Exit mobile version